د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۳

د جولای ۲۰مه د شطرنج نړیواله ورځ؛ شطرنج، شطرنګ که صد رنج؟


شطرنج
شطرنج

د جولای ۲۰مه د شطرنج نړیواله ورځ.

څوک چې نرد رالره راوړي

وایم درد رالره راوړي

چې شطرنج رالره راوړي

ګویا رنج رالره راوړي

دا شعر چې د شطرنج سیالۍ ته په‌کې اشاره شوې ده، جوړونکي شطرنج رنج بللی، رښتیا هم دا ده چې دا ذهني لوبه له رنجه کمه نه‌ده، ځکه له کمزوري حریف سره مخ کېدل د سیالۍ خوند له‌منځه وړي او له قوي حریف‌يې ګټل خورا ستونزمن دی.

یو شمېر افغان لیکوالان د شطرنج دوه رنګه تخته چې د پیاده، فیل، رخ، وزیر، اس او شاه په وسیله پرې سیالي کېږي د ژوند د سختیو او نامعلومو ستونزو په معنی بولي.

ارشیف، د شطرنج سیالۍ

خو هر څه چې دي اوس‌مهال په نړۍ او افغانستان کې دا لوبه خورا ډېر مینه‌وال او لوبغاړي لري.

د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد منان دهزاد وايي د شطرنج کلمه له تېرو ۱،۵۰۰ کلونو راهیسي په ادبیاتو کې تر سترګو کېږي.

هغه زیاته کړه: "په پیل کې دا کلمه شطرنج نه‌وه، بېلابېلو ژبو ته دا له سانسګریټ ژبې ورغلې کلمه ده، په لومړیو کې زموږ په ادبیاتو کې دا شطرنګ یادېده او حتی زیات شمېر خلک په دې باور وو چې دا کلمه په اصل کې صد رنج یعنې سل رنجه ده ځکه د دوی باور دا وو چې په دې لوبه کې سلګونه ستونزې مخته درځي."

دی وايي دا کلمه د نثر په پرتله په نظم په ځانګړي ډول د هغه شاعرانو په شعرونو کې ډېره تر سترګو کېږي چې د عراقي او خراساني سبک پیروان دي.

دغه لوبه چې د دوو کسانو له لوري د لرګي په تښته ترسره کېږي ۳۲ مهرې یا دانې لري.

په لومړیو کې دا لوبه د عربانو، چینایانو، هندوستانیانو او مغولو په شاهي دربارونو کې کېده او شاهانه لوبه هم بلل کېده.

د افغانستان د شطرنج فدراسیون مسؤلین وايي دا لوبه ډېره اوږده تاریخي مخینه لري او فکر کېږي چې ان دوه زره کاله وړاندې پيل شوې ده.

ارشیف

د فدراسیون مسؤلین که څه هم دقیق نه‌پوهېږي چې دا لوبه د لومړي ځل لپاره چېرته رامنځته شوه، خو فکر کوي چې له هندوستانه پیل شوې ده.

د افغانستان د شطرنج فدراسیون وايي هڅه کوي دا ورځ د نورې نړۍ له لوبغاړو سره د انلاین لوبو په کولو ونمانځي.

د دې فدراسیون مسؤل غلام علي ملکزاد ازادي راډيو ته وویل: "په افغانستان کې د شطرنح فدراسیون په ۱۹۸۴ میلادي کال کې جوړ شو چې په ۱۹۸۸يې د شطرنج د نړیوال فدراسیون غړیتوب هم ترلاسه کړ، اوس‌مهال موږ د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې استازولۍ لرو چې هر کال په بېلابېلو ولایتونو کې لوبې کېږي او پیاوړو لوبغاړو ته‌يې په ملي لوبډله کې ځای ورکول کېږي."

دی وايي افغان لوبغاړو په دې برخه کې ډېر ویاړونه راوړي چې د یادولو هغه‌يې د ۲۰۱۸ کال د ګرجستان باتومي سیالیو کې د سرو زرو د مډال ګټل وو.

ښاغلي ملکزاد وویل په افغانستان کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف‌يې د شطرنج سیالۍ انلاین کړي او هڅه کوي د نړیوالې ورځې په ویاړ يې هم انلاین سیالۍ ترسره کړي.

د شطرنج فدراسیون د معلوماتو په اساس اوس‌مهال په افغانستان کې ۲ زره لوبغاړي په رسمي او نږدې ۳۰ زره نور په غیر رسمي ډول دا سیالۍ کوي.

د راپورونو له مخې د شطرنج لومړنۍ سیالۍ په ۱۸۵۲ میلادي کال کې په لندن کې وشوې، دغه‌شان لومړنۍ نړیوالې لوبې يې بیا په ۱۸۸۷ میلادي کې ترسره شوې.

اوس‌مهال ناروېژی لوبغاړی مکنوس کارسن د شطرنج سیالیو نړیوال اتل بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG