د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

فیفا: ارګ افغان ښځو سره خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي


ارګ
ارګ

د افغانستان د ازادو او عادلانو ټاکنو موسسه (فیفا) وایي افغان حکومت په تېرو څلور میاشتو کې افغان ښځو سره خپلې کړې ژمنې نه دي عملې کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو (فیفا) په موسسې کې د سیاسي حقونو د عدالت غوښتونکې څانګې مسئولین، وايي حکومت افغان ښځو ته د ورکړل شویو ژمنو د عملي کولو په برخه کې پاتې راغلی دی.

دوی افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پرمهال د ښخو د حقونو په برخه کې د اتلسو نوماندانو ژمنې راټولې کړي چې په راتلونکي کې ورنه څارنه وکړي.

د دې څانګې مشرې مریم اروین بارکزۍ د یکشنبې په ورځ کابل کې رسنیو ته په یوې ناسته کې وویل، د دوی لومړنۍ موندنې ښيي چې نوي حکومت په خپلې څلور میاشتنۍ موده کې هغه ژمنې نه دې عملي کړي چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې افغانو ښځو ته ورکړې وي.

د اغلې بارکزۍ په وینا حکومت تر دې دمه لوړو بستونو کې د ښځو ټاکلو لپاره منظمه تګلاره هم نه لري چې دا به ټولنه کې د منفي بدلون لامل شي.

هغه زیاتوي: "موږ د ګمارنو په تړاو وویل چې یو خاص او عادلانه میکانېزم نشته، چې بلاخره ښځو ته وضاحت ورکړل شي چې دا ګمارنې په کوم بنسټ ترسره کېږي، نو د ښځو اندېښنه او ستونزه دا ده که دغه ډول ګمارنې دوام پیدا کړي، ټولنیز عدالت نشي پلې کېدلی."

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو (فیفا) په موسسې کې د سیاسي حقونو د عدالت غوښتونکې څانګې مسئولینو، د ولسمشر غني او ملي مصالحې عالي شورا مشر ترمنځ سیاسي هوکړې ته په اشارې سره وویل، هوکړه کې د ښځو سیاسي ونډې په تړاو هېڅ کوم موارد نه دې ذکر شوي چې دا په ښکاره د هغو ژمنو تر پښو لاندې کول دي چې دواړو مشرانو تر ټاکنو مخکې په خپله کمپایني دورې کې کړې وي.

دا په داسي حال کې ده چې تېره میاشت ولسمشر غني د ښځو چارو وزارت د هغې تګلارې د عملي کولو امر ورکړ چې پر بنسټ به یې د هېواد ۳۴ ولایتونو کې د والیانو د مرستیالۍ یوه یوه چوکۍ افغان ښخو ته ځانګړې وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د تازه معلوماتو له مخې تر دې دمه اوو ولایتونو دایکندي، هرات، بامیان، لوګر،پکتیا،لوګر، ننګرهار او کابل کې ښځینه مرستیالې والیانې ټاکل شوې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، افغان ولسمشر حکومت کې د ښځو ونډې ته ژمن دی خو د نوي حکومت جوړیدو پر مهال خپلمنځي سیاسي جنجالونه د دې لامل شول چې کارونه یو څه ځنډني شي.

د دې وزارت ویاندې رویا دادرس د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "ولسمشر تصمیم درلود چې تر ۲۰۲۲ پورې دولتي ادارو کې د ښځو حضور ۳۰ سلنې ته ورسېږي، په دې برخه کې هڅې روانې وي، خو د ځینو ستونزو او حکومت کې نه همغږي د دې لامل شو چې ژمنې په ښه توګه عملې نه شي، اوس حکومت تازه کار پیل کړی او ژمنه یې کړې چې له ښځو به سیاسي او هر اړخیز ملاتړ کوي."

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو (فیفا) په موسسې کې د سیاسي حقونو د عدالت غوښتونکې د څانګې مسئولینو ټینګار وکړ، که د حکومت مشران د ښځو برخه کې په خپلو ورکړل شویو ژمنو عمل و نه کړي نو دوی به عدالت غوښتنې ته ادامه ورکړي.

د اداري اصلاحاتو کمېسیون د تېر کال دراپور پر بنسټ د ملي یووالي حکومت کې د مشرتابه په کچه د ښځو ونډه ۲۵ سلنه وه خو د فیفا موندنې ښیې چې د نوي حکومت جوړېدو سره د ښځو تمې د پخوا په پرتله کمې شوې دي.

XS
SM
MD
LG