د خوست په نادرشاکوټ ولسوالۍ کې یوه کس له مختلفو توکو څه باندې زر هنري توکي او اثار جوړ کړي.
دی وایي، له تېرو ۳۲ کالونو راهیسې یې دې هنر ته مخه کړې او اوس د دولت د نه پاملرنې له امله غواړي، چې خپله په یو شخصي ځای کې هنري نندارځای جوړ کړي، څو خلک دده هنري اثار له نږدې وګوري.
۴۵ کلن محمد اسماعیل ځدراڼ د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
نوموړي په تېرو ۳۲ کلونو کې له مختلفو توکو څه باندې ۱۰۰۰ هنري توکي او اثار جوړ کړي.
دغه توکي، چې له لرګیو، اوسپنې، رنګونو، قیمتي او ساده ډبرو، فلزي توکو، شیشې، پلاستیک او د مشروباتو له تشو بوتلونو څخه جوړ شوي، په لیدو یې د هر انسان پام ور اوړي او په لاس جوړو شویو دغو توکو ته حیرانېږي.
نوموړی وایي، یاد توکي یې په شپاړلس بېلابېلو برخو کې جوړ کړي، چې زیاتره یې په رسامۍ، خطاطۍ، حکاکي، تابلوګانو، لاسي صنایعو او کلتور برخو کې جوړ شوي.
هغه زیاتوي: "۳۲ کاله کېږي، چې هنر کې کار کوم، تر ننه به مې یو زر اثار جوړ کړي دي، په شپاړلسو برخو کې لکه په موزیم کې، ارشیف، نګارستان برخه شوه، خطاطۍ کې، رسامۍ کې، میناتورۍ کې، کاردستي کې، شبکې په ټولو برخو کې مې کار کړی."
ځدراڼ وایي، استاد نه لري او دا ټول توکي او اثار یې د خپل فکر محصول دی.
د ده په وینا په جوړو شویو دغو هنري اثارو کې یو شمېر داسې اثار هم شته، چې په جوړیدو یې لس کاله وخت تېر شوی او ځینې یې بیا داسې هم دي، چې په جوړېدو یې سل زره افغانۍ لګښت راغلی.
د هغه په خبره: "دا یوه هېنداره ده، چې ۵ زره سيکې پکې استعمال شوي، داخلي او خارجي سیکې، یوه کوزه ده، چې تقریبا دوه نیم زره کاله تاریخ به لري او یوه امسا مې جوړه کړي، چې یو لک افغانۍ پرې مصرف شوي او قیمتي تیږې یعنې ډبرې په کې کارولي دي."
اسماعیل ځدراڼ وایي، دولت ورسره په مالي برخه او د ځای په پیدا کولو کې مرسته ونه کړه او اوس یې تازه تصمیم نیولی، چې په خپل لاس جوړ شوي دغه هنري اثار به په یوه شخصي ځای کې د خلکو نندارې ته کېږدي.
د خوست د اطلاعاتو فرهنګ رئیس محمد انور زاهد د اسماعیل ځدراڼ د هنري اثارو د ستاینې تر څنګ د ځای د موندلو په برخه کې یوځل بیا ژمنه تازه کړه، خو و یې نه ویل، چې کله د ځدراڼ دا هیله ور پوره کړي.
هغه زیاتوي: "په تېر کې مو هم د اسماعیل ځدراڼ لپاره اداري کمپلکس کې ځای پیدا کړ، خو له ښاره لرې و، موږ هڅه داده چې د ښار په څنډو او یا منځ کې داسې ځای پیدا کړو، چې هغه دولتي هم وي او د ته یې په واک کې ورکړو."
اسماعیل ځدراڼ وایي، اوس هم هره ورځ نږدې ملګري او دوستان د ده کورته ورځي او د ده په لاس جوړ شوي هنري توکي او اثار له نږدې ګوري، خو وایي، که دولت ورته ځای نشي پیدا کولی، مجبور دی، چې په خپل شخصي لګښت د دې توکو د نندارې لپاره ځای کرایه کړي.