د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

ایران کې د ۳ ځوانانو د اعدام حکم د نړیوالو غبرګونونو لامل شو


ارشیف، په ایران کې اعدامونه
ارشیف، په ایران کې اعدامونه

په ایران کې د درې ځوانانو د اعدام حکم په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخامخ شوی دی. دا درې تنه هغه کسان دي چې تېر کال‌یې د حکومت پر ضد په پراخو مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا په ۲۰۱۹ کال کې په ایران کې ۲۵۱ کسان اعدام شول چې تر چین وروسته دا تر بل هر هېواد لوړه شمېره ده، خو دا لومړی ځل دی چې ایرانیانو هم، د ایران دننه او بهر د درې ځوانانو د اعدام پر حکم پراخې نیوکې کړې دي.

د ایران د لړم میاشتې په اعتراضونو کې د درې تنو ګډونوالو د اعدام پر حکم د ایران دننه او بهر د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ټولنیزو رسنیو له لارې پراخ غبرګونونه څرګند شول.

وروسته تر دې چې د دې کسانو د اعدام حکم تأیید شو، د چهارشنبې په ورځ د امیر حسین مرادي، سعید تمجیدي او محمد رجبي وکیلانو وویل چې د لومړي ځل لپاره دوی د دې کسانو دوسیې چې حکم پرې شوی دی، ترلاسه کړې دي.

حقوق‌پوه احمدي نیا دغو دوسیو ته په اشارې سره د ازادي راډيو فردا څانګې ته وویل: "د عادلانه او منصفانه محکمې یو بنسټ دا دی چې متهمین وکیلانو او وکیلان مؤکلینو او د هغوی دوسیو ته لاسرسی ولري، له بده مرغه په دې قضیه کې وکیلانو د مؤکلینو دوسیې نه‌وې ترلاسه کړې چې له دې څرګندېږي چې په دې دوسیو کې د قانون او د منصفانه او عادلانه پرېکړې د اصولو خلاف حکم شوی دی."

ارشیف، ایران کې د اعدامونو لپاره چمتووالی
ارشیف، ایران کې د اعدامونو لپاره چمتووالی

په ایران کې د درې ځوانانو د اعدام حکم په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخامخ شوی دی. دا درې تنه

د اعدام تر حکم وروسته په ۲۴ ساعتونو کې په دې هشتګ « اعدام مه‌کوئ» میلیونونو ایرانیانو له ټولې نړۍ ټویټ وکړ، دا پيغامونه څو ساعته د نړۍ د ډېرو زیاتو ټویټرونو په کتار کې راغلل.

د ایران له قضایي چارو سره اشنا، احمدي نیا د دې غبرګونونو په اړه وویل: "اعدام یو تر ټولو ناوړه حکم دی. د دې په خاطر چې د دې اعدامونو بنسټ غچ اخیستل او وېره خپرول دي او کله هم د عدالت او قانون د پلي کېدو لپاره نه‌وي. د همدې لپاره د ایران او نړۍ په کچه عمومي افکار د دې ډول اعدامونو پر ضد دي. هغه څه چې په ټویټر او د نړیوالو په غبرګونونو کې د دې اعدامونو په اړه څرګند شول د دې څرګندونه کوي چې نړیواله او ایراني ټولنه په ځانګړي ډول د خلکو افکار د دې اعدامونو پر ضد دي."

په نیویارک کې د بشري حقونو د ادارې رئیس هادي قایمي هم ویلي دي چې دا ښکاره ده چې دا درې ځوانان د دې لپاره قرباني کېږي چې په ټول ایران کې وېره او ترهه خپره شي، خلک غلي شي او بیا اعتراض ونه‌کړي.

په نړیواله کچه د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د یو شمېر نورو هېوادونو لکه سویډن او ډنمارک چارواکو د امیر حسین مرادي، سعید تمجیدي او محمد رجبي د اعدام د حکم د پلي کېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

ډونالد ټرمپ په ټویټر کې لیکلي دي: "په ایران کې درې تنه په مظاهرو کې د ګډون له امله په مرګ محکوم شوي دي. هره شېبه ممکن دوی اعدام شي، د دوی اعدام نړۍ ته له خوابدۍ ډک پيغام لېږي او باید اعدام نه‌شي."

د سویډن او ډنمارک د بهرنیو چارو وزیرانو د دې درې کسانو د اعدام د حکم پر تأیید ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د کاناډا د پارلمان ایراني‌الاصله غړي علي احساسي هم دا هشتګ ټویټ کړی دی چې «اعدام مه‌کوئ».

XS
SM
MD
LG