د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۳

نړیوال بانک: افغانستان کې به د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې وګړو شمېر زیات شي

نړیوال بانک
نړیوال بانک

نړیوال بانک وايي، افغانستان کې به د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پایه د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې د وګړو د شمېر فیصدي زیاته شي.

نړیوال بانک په خپل تازه شپږ میاشتني راپور کې خبرداری ورکړی چې د عوایدو د سطحې ټیټېدو، د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو په بیو کې د لوړوالي له امله به بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې د وګړو فیصدي لوړه شي.

دې بانک چې خپل شپږ میاشتنی اقتصادي راپور (د طوفان په وړاندې درېدل) تر عنوان لاندې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۵» خپور کړ، وویل چې د کرونا ویروس خپرېدل به د افغانستان اقتصادي پرمختګ ډېر راکم کړي.

په دې راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۵۵ سلنه افغانانو د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه، خو په ۲۰۲۰ کال کې به د کرونا ویروس د خپرېدو له امله دا شمېر ۷۲ سلنې ته لوړ شي.

افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر مشر هنري کرالې وایي: "د کرونا ویروس له امله رامنځته شوی بحران به د افغانستان پر خلکو فوق‌العاده منفي اغېز ولري."

شمعروز مسجدي
شمعروز مسجدي

په ورته وخت کې د افغانستان د ماليې وزارت ویاند شمعروز مسجدي د نړیوال بانک راپور تأییدوي او وايي چې شاید د افغانستان عواید له ۲۰ تر ۳۰ فیصدو پورې کم شي.

ښاغلی مسجدي زیاتوي: "د کرونا ویروس اغېز دا شان و چې موږ نه‌شول کولای د ټاکل شویو عوایدو میزان راټول کړو، د اقتصادي وضعیت په اړه، پرته له شکه د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر کرونا ویروس د دې هېواد اقتصاد هم ځپلی دی. د بې‌وزلۍ او وزګارتیا کچه به لوړه شي او د افغانستان اقتصاد به مثبت رشد ونه‌کړي."

د نړیوال بانک موندنې ښیي چې د روان کال شپږو لومړنیو میاشتو کې د اقتصادي فعالیتونو انډول د قرنطین له امله ډېر کم شوی او دې کار د صنایعو او خدمتونو په برخې منفي اغېز کړی دی.

د نړیوال بانک راپور کې چې په کلني ډول دوه ځلې خپرېږي، دا هم راغلي چې ۲۰۲۰ میلادي کال کې به د افغانستان اقتصادي پرمختګ له پنځه نیمو تر ۷،۴ فیصده راکم شي.

په ورته وخت کې د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو پوه، قیس محمدي وايي حکومت باید د مناسبو تګلارو په پام کې نیولو سره افغانستان کې د بې‌وزلۍ د زیاتېدو مخه ونیسي.

ارشیف، کابل کې یو سپین ږیری کارګر
ارشیف، کابل کې یو سپین ږیری کارګر

ښاغلی محمدي وايي: "زه په دې اند یم چې تر ۲۰۱۲ کاله به افغانستان کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ کچه ډېره لوړه وي او دا به د دې لامل شي چې د افغانستان د ملي عوایدو کچه هم راټیټه شي، لازمه ده چې د افغانستان حکومت یو تعداد اقدامات کړي وی، خو له بده مرغه کافي اندازه بودجه نه‌لرو او یو شمېر عواید اختلاس کې لاړل، نو ځکه کېدای شي دلته د نورو هېوادونو په پرتله د بې‌وزلۍ او بدبختۍ کچه نوره هم لوړه شي."

نړیوال بانک د خپل دغه تازه شپږ میاشتني راپور په یوې برخه کې د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه سپارښتنه کړې چې د دولت لګښتنونو کې باید لومړیتوبونه پام کې ونیول شي او نړیواله ټولنه له دې هېواد نه په وخت سره دوامداره مالي ملاتړ وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG