د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۵

'امریکا کې د افغانستان سفارت د فساد موضوع لویه څارنوالۍ او پلټنې اداره څېړي'


امریکا کې د افغانستان سفارت
امریکا کې د افغانستان سفارت

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په امریکا کې د افغانستان د سفارت د دېوال په اړه د فساد موضوع به لویې څارنوالۍ او د پلټنې ادارې ته واستوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په امریکا د خپل سفارت د یوه دېوال د جوړېدو په پروژه کې د فساد په اړه غبرګون وښود.

دې وزارت د دوشنبې په ماښام په یوه خپره کړې اعلامیه کې د سفارت د دېوال د جوړېدو په برخه کې د فساد خبره رد کړه او د دې پروژې اړوند یې ځینې وضاحتونه وړاندې کړل.

پژواک خبري اژانس د تېرې شنبې په ورځ "جولای په ۱۱مه" په یوه راپور کې ادعا وکړه چې امریکا کې د افغانستان سفارت د ۷۰ مټره دېوال د بیا جوړېدو لپاره د یوه شرکت د ۸۸ زره ډالرو غوښتنه رد کړې او دا چاره یې د بل شرکت په وسیله، په یو میلیون ۸۲۵ زره او ۸۳۹ امریکایي ډالره لګښت بشپړه کړې ده.

خو د بهرنیو چارو وزارت بیا دا راپور ردوي او وايي، سفارت یې ۸۸ زره امریکايي ډالر د دېوال د نړېدو وړاندې یوه شرکت ته ورکړي، څو د لا زیات تخریب مخه یې ونیسي.

د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعا هم ردوي چې واشنګټن کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني د سفارت دېوال جوړېدو په پروژه کې د "فساد کولو" لپاره برکت الله رحمتي څخه د دې پروژې مسئولیت واخیست، نو حارث انصاري یې له کابله وروغوښت، څو د رحمتي پر ځای دا چاره هغه ته وسپاري.

رویا رحماني
رویا رحماني

د بهرنیو چارو وزارت همدا ډول د دې پروژې د تدارکاتو ټول بهیر د تدارکاتو ملي ادارې پورې تړلی بولي او زیاتوي، د دېوال د جوړېدو ټول تدارکاتي بهیر له افغانستان بشپړ شوی او سفارت یې یوازې د رغېدو څارنه کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، دوی به دا موضوع د پلټنې عالي ادارې او لویې څارنوالۍ ته واستوي، څو په اړه یې هره اړخیزه څېړنه وشي.

خو د افغانستان لویه څارنوالي بیا وايي، تر اوسه د دې موضوع اړوند مکتوب نه دی ور رسېدلی.

په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا سازمان په رڼه توګه د دې موضوع د څېړنې غوښتنه کوي.

د دې سازمان اجراییوي مشر اکرام افضلي ازادي راډیو ته وویل، ځینې پوښتنې مطرح دي چې ښکاره کوي په دې پروژه کې فساد شوی دی.

هغه زیاته کړه: "په خپلواکه توګه د دې قضیې د څېړلو لپاره موږ ډېره تمه نه لرو، مګر بیا دې هم حکومت داسې یو پلاوی وګماري چې دا موضوع وڅېړي او که چېرې په کې فساد شوی وی، هغه کسان چې په فساد تورن دي، یا په کې لاس لري، باید تر جدي څارنې لاندې ونیول شي. "

په امریکا کې د افغانستان سفارت هم د دوشنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې د سفارت په یوه دېوال کې د فساد موضوع نږدې په همدې ټکو رد کړه او ویې ویل، په امریکا کې د افغانستان سفیره رویا رحماني په دې موضوع کې هېڅ ډول لاس نه لري.

سفارت زیاته کړې، دوی په یو میلیون،۸۲۵ زره او ۸۳۹ امریکایي ډالره یو نه، بلکې ۳ دېوالونه رغولي دي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د ۳ دېوالونو رغېدو ته هېڅ اشاره نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG