د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

د بهرنیو چارو وزارت ګوښه شوي کارکوونکي د وزارت سرپرست پر "سلیقوي چلند" تورنوي


Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan Logo
Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan Logo

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دندو نه ځینې لیرې شوي کارکوونکي، ددغه وزارت رهبري پر "سلیقوي چلند" تورنوي.

دوی ازادي رادیو ته وویل، په دغه وزارت کې د نوې رهبرۍ له راتګ وروسته تراوسه پورې، په هېواد کې دننه او بهر څه باندې ۱۵ کارکوونکي له دندو لېرې شوي دي.

دوی ادعا کوي چې د سیاسي او سلیقوي چلند قرباني شوي دي.

د دغه وزارت د فرهنګي برخې پخواني سلاکار فخرالدین قاري زاده ازادي رادیو ته وویل، په دغه وزارت کې نوي ګمارل شوي کسان د اړیکو او پیژندګلوۍ پر بنسټ ګمارل شوي دي.

ښاغلي قاري زاده چې دوه کاله ېې ددغه وزارت د فرهنګي برخې د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې وویل: "سهار چې دفتر ته راغلم، زما د لیرې کېدو مکتوب مې ولید چې ددغه وزارت د سرپرست ادریس زمان په لاسلیک صادر شوی. که څه هم په مکتوب کې له دندې نه زما د لیرې کېدو دلیل ځانګړی شوی نه و، خو د دغه وزارت د نوي مشرتابه سلیقوي او له غرضه ډک سیاست زما د ګوښه کولو اصلي عامل ګڼم."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، د دغو کارکوونکو د لیرې کېدو د علت په ټولنیزو رسنیو کې د دولت پرضد علني څرګندونې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، د دغو کارکوونکو د لیرې کېدو د علت په ټولنیزو رسنیو کې د دولت پرضد علني څرګندونې دي.

د ده په خبره د بهرنیو چارو په وزارت کې د نوي مشرتابه له راتګ نه تراوسه پورې په هېواد کې دننه او بهر ددغه وزارت له ۱۵ نه ډېر کارکوونکي، له دندو لیرې کړای شوي دي.

قاري زاده وايي، د ده په ګډون د دغه وزارت د رسنیو سلاکار، د وزارت د دفتر د ریاست مرستیال او په چک جمهوریت کې د افغانستان د سفارت دوهم سکرتر، په ټولنیزو رسنیو کې د دوی د سیاسي دریځ له امله له دندو لېرې شوي دي.

په ورته وخت کې حامد عبدالله حقدوست چې په دغه وزارت کې يې د حقوقي چارو د سلاکار په توګه کار کاوه، له دندې دده د لیرې کېدو دلیل داسې بیانوي:

"له دندې نه زموږ د لیرې کېدو د لیل، پرته له سیاسي دلیله نور څه نه دي. موږ حاضر یو چې ددغه وزارت له درېیو مرستیالانو او ځینو نورو کارکوونکو سره چې د حقوقو پر الفباء نه پوهیږي، امتحان ورکړو او ثابته کړو چې موږ کار کولی شو."

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته شوي چې پر ټولنیزو رسنیو د دغه وزارت د سرپرست لخوا د چک په جمهوریت کې د افغانستان د سفارت د دوهم سکرتر فردین برمکي له دندې د لیرې کېدو خبر په داسې حال کې خپور شو چې د کاري دورې پای ته یې لا یو نیم کال پاتې دی.

په ورته وخت کې د دغه وزارت ویاند ګران هېواد له ازادي رادیو سره په خبرو کې د دغو کارکوونکو د لیرې کېدو د علت په اړه وویل:

"هغه ډیپلوماتان چې د افغانستان د دولت پرضد یې علني څرګندونې کولې چې دا د بهرنیو چارو د وزارت د پالسیو خلاف دي. د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې او کوم شکایتونه چې په کوربه هېوادونو د مراجعینو او میشتو افغانانو لخوا موجود و، ترلاسه کړل او تصمیم ونیول شو. دا تصامیم د اصولو او اسنادو پر بنسټ نیول شوي دي."

مخکې له دې د اداري فساد پروړاندې د څار او ارزونې ګډې خپلواکې کمیټې په خپل یوه راپور کې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې وه او وړاندیز یې کړی و، کوم کارکوونکې چې د استخدام د کړنلارې خلاف استخدام شوي دي، وارزول شي او د استخدام او کارکوونکو د غوراوي په برخه کې دې اصلاحات رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG