د پولنډ د ټاکنو ملي کمېسیون وايي محافظهکار ولسمشر اندژي دودا، د ولسمشرۍ د دوهم ځلي ټاکنو نږدې د ټولو رایو په سلو کې ۵۱،۲۱ رایې ګټلې دي.
د ولسمشرۍ هغه دوهم ځلي ټاکنې چې پرون وشوې، په راتلونکو کلونو کې له اروپايي ټولنې سره د پولنډ د اړیکو څرنګوالی ټاکي.
د نږدې ټولو شمېرل شویو رایو له مخې، د وارسا پخواني ښاروال رافال تژاسکوفسکي په سلو کې ۴۸،۹۷ رایې خپلې کړې دي.
د کمېسیون په حواله، په ټاکنو کې د خلکو د کډون سطحه ۶۸،۱۲ فیصده وه.
د دغو ټاکنو نتیجه به د پولنډ سیاستونه لږ تر لږه تر ۲۰۲۳م کاله پورې وټاکي چې هغه وخت پارلماني ټاکنې په پام کې دي.
حکومت او واکمن ښی اړخی د قانون او عدالت ګوند د اندژي دودا ملاتړ کوي، خو د اپوزېسیون ګوند مدني پلاټفورم د رافال تژاسکوفسکي ملاتړی دی چې د وارسا پخوانی ښاروال او د اروپايي پارلمان پخوانی غړی دی.
د اندژي دودا بیا انتخابېدل د قانون او عدالت ګوند د هغو هڅو لپاره مهم ګڼل کېږي چې غواړي په قضايي سیستم کې د اصلاحاتو لانجمنه پروسه عملي کړي.
اروپايي ټولنې پر دغو اصلاحاتو انتقاد کړی او ویلي یې دي، د پولنډ محکمې په سیاست کې ښکېلوي.
تژاسکوفسکي د کمپاینونو پر مهال ویلي وو، دی به د هغه قانون مخه ونیسي چې د ده په باور په پولنډ کې ډیموکراتیک معیارونه کمزوري کوي.
اندژي دودا (Andrzej Duda) بیا د دغه هېواد د ټولنیزې هوساینې د پروګرامونو د دفاع ژمنه کړې چې د قانون او عدالت په مشرۍ حکومت پېشنهاد کړي دي.
دودا چې د ټولنیزو مسایلو د متنوع کولو لپاره کمپاین کړی، د همجنسبازانو پر حقونو او یهودانو ته د پخوانیو جګړو د غرامت ورکولو پر موضوعیې انتقاد کړی دی.
دودا نن وویل، ده پر هغه څه چې د کمپاینونو پر مهال ویلي پښېمانه نهدی، ځکه د ده په وینا ده هغه څه ویلي چې ورباندې باور لري.
د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د جرمن مارشال فنډ په نوم امریکایي تحقیقاتي مرکز شنونکي مایکل بارانوفسکي ازادي راډیو ته وویل، ځیني سیاسي اختلافونه دومره ژور دي چې تر ټاکنو وروسته به هم ښايي په اسانۍ حل نهشي.
دغه مرکز زیاتوي: "د دواړو لورو ترمنځ لویه خلا شته. زه پر دې اړخ ډېره اندېښنه لرم. تضاد خورا زیات دی. دا یو عادي سیاسي بحث نهدی، نه هم کومه نورماله سیاسي لانجه ده. دا د دواړو اړخونو لپاره ژور تأثیرات لري. دا د ارزښتونو موضوع ده، د دوی د هغې هڅې په باب ده چې غواړي د یوه او بل پر هېوادپالنه شک څرګند کړي. دا به ډېره ګرانه وي که تر ټاکنو وروسته موږ د ملي روغې جوړې شېبه تصور کړو."
په پولنډ کې دغه ټاکنې تر سختو روغتيايي شرایطو لاندې وشوې، ځکه رأی ورکوونکي اړ وو چې ماسکونه او دستکشې وکاروي، له نورو جسمي فاصله ولري او لاسونه په مېکروب ضد مایع ولړي. خلکو په رأیپاڼو کې د خپلې خوښې وړ کاندید د په نښه کولو لپاره خپل قلمونه کارول.
د جون پر ۲۸مه د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې دودا ۴۳،۵ فیصده رایې ګټلې وې او تژاسکوفسکي په سلو کې ۳۰،۵ فیصده رایې خپلې کړې وې.
څرنګه چې یوه کاندید هم اکثریت ونهګټل، ټاکنې دوهم ځلي پرون یکشنبه ترسره شوې.
تژاسکوفسکي چې وايي هڅه کوي هېواد نور هم ازاد او د زغم لرونکی وي، وروسته له هغې د محافظهکارو له انتقادونو سره مخامخ شو چې د همجنسبازانو او د جنسیت اړوونکو په څو مارشونو کې برخه واخیسته او ژمنهیې وکړه چې د وارسا په ښوونځیو کې به د جنسي رابطو په اړه هم مضامین شامل کړي.