د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د پولنډ په ولسمشرۍ ټاکنو کې ولسمشر "اندژي دودا" مخکې دی


د ولسمشرۍ په هغو دویم ځلي ټاکنو کې چې پرون وشوې، په راتلونکو کلونو کې له اروپايي ټولنې سره د پولنډ د اړیکو څرنګوالی ټاکي.
د ولسمشرۍ په هغو دویم ځلي ټاکنو کې چې پرون وشوې، په راتلونکو کلونو کې له اروپايي ټولنې سره د پولنډ د اړیکو څرنګوالی ټاکي.

د وروستیو شمېرو له مخې، د پولنډ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ولسمشر اندژي دودا، یو څه مخکې دی.

د ولسمشرۍ په هغو دویم ځلي ټاکنو کې چې پرون وشوې، په راتلونکو کلونو کې له اروپايي ټولنې سره د پولنډ د اړیکو څرنګوالی ټاکي.

د ایپسوس انسټېټوټ د درېیمې او وروستۍ نظرپوښتنې له مخې دودا، چې یو محافظه کار سیاستوال دی، د خپل سیال رافال تژاسکوفسکي په وړاندې چې خورا لیبرال کاندید دی، په سلو کې ۵۱ او ترزاس کوفسکي ۴۹ فیصده رایې ګټلې دي.

د پولنډ ولسمشر اندژي دودا، چې د ولسمشرۍ ټاکنو له عمده کاندیدانو ګڼل کېږي وروستۍ نظرپوښتنې ته په پام سره پرون یوه کنفرانس ته وویل: "زه خپلې بریا ته خوشحاله یم."

اندژِي دودا
اندژِي دودا

هغه، دا خبره د خپلو پلویانو یوې ډلې ته وکړه، چې د پولنډ بیرغونه یې رپول او ژوندی دې وي پولنډ شعارونه یې ورکول.

خو د دې نظرپوښتنې په یوه فیصدي کې تېروتنه ښکاري، معنی لا هم په مشخص ډول ویل ګران دي چې څوک ګټونکی دی.

تمه کېږي د ټاکنو ملي کمېسیون نن دوشنبه یو کنفرانس راوبولي، خو کمېسیون وايي دوی به د تېر په څېر لومړنۍ نتیجې اعلان نه کړي، بلکې احتمالاً نن به نهايي نتیجې اعلانوي.

د ایپسوس انسټېټوټ مخکنۍ نظرپوښتنه د رایې ورکولو د ۴۵۰ مرکزونو د رسمي شمېرو او په ۵۰ نورو مرکزونو کې له خلکو د پوښتل شویو نظرونو پر اساس برابره شوې وه.

د هغې نظرپوښتنې له مخې دودا یو څه خو رافال تژاسکوفسکي ډېر شاته و.

تژاسکوفسکي خپلو پلویانو ته وویل، چې موږ هېڅکله په خپله رایه کې دومره قوت نه و احساس کړی.

رافال تژاسکوفسکي
رافال تژاسکوفسکي

په پولنډ کې دغه ټاکنې تر سختو روغتيايي شرایطو لاندې وشوې.

رایه ورکوونکي اړ وو، چې ماسکونه او دستکشې وکاروي، له نورو جسمي فاصله ولري او لاسونه په میکروب ضد مایع ولړي.

خلکو د رای پاڼې د په نښه کولو لپاره خپل قلمونه کارول.

حکومت او واکمن ښی اړخی د قانون او عدالت ګوند د دودا ملاتړ کوي، خو د اپوزیسیون ګوند مدني پلاټفورم د تژاسکوفسکي ملاتړ کوي، چې د وارسا پخوانی ښاروال او د اروپايي پارلمان پخوانی غړی و.

د جون پر ۲۸مه د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې دودا ۴۳ اعشاریه ۵ فیصده رایې ګټلې وې او تژاسکوفسکي په سلو کې ۳۰ اعشاریه ۵ فیصده رایې خپلې کړې وې.

څرنګه چې یوه کاندید هم اکثریت ونه ګټل، ټاکنې دویم ځلي پرون یکشنبه ترسره شوې.

د دغو ټاکنو نتیجه به د پولنډ سیاستونه لږ تر لږه تر ۲۰۲۳م کاله پورې وټاکي، چې هغه وخت پارلماني ټاکنې په پام کې دي.

د دودا بیا انتخابېدل د قانون او عدالت ګوند د هغو هڅو لپاره مهم ګڼل کېږي، چې غواړي په قضايي سیسټم کې لانجمن اصلاحات عملي کړي.

اروپايي ټولنې پر دغو اصلاحاتو انتقاد کړی او ویلي یې دي، د پولنډ محکمې سیاسي کوي.

XS
SM
MD
LG