د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

پاپ فرانسس: د ترکیې د ایا صوفیا په اړه فکر کوم، ځورېږم او درد لرم


د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس​
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس​

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس​ وایي، په استانبول کې له یوې کلیسا څخه د جومات جوړولو په اړه د انقرې پرېکړې خواشینی کړی دی.

پاپ فرانسس دغه څرګندوني پرون په واتیکان کې د دعا ویلو په اونیزو مراسمو کې وکړې او دا د انقرې د همدې پرېکړې په اړه د نړیوالو غبرګونونو تر ټولو عاطفي احساسات بلل شوي دي.

د ترکیې یوې محکمې تېره اوونۍ پرېکړه کړې چې دا موزیم په جومات بدل شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ، د جولای پر ۲۴ به په دې جومات کې لومړنی لمونځ ادا شي.

پاپ فرانسس پرون په واتیکان کې وویل ، د استانبول په اړه فکر کوي او ډېر غمجن دی.

د ترکیې یوې محکمې تېره اوونۍ پرېکړه کړې چې دا موزیم په جومات بدل شي.
د ترکیې یوې محکمې تېره اوونۍ پرېکړه کړې چې دا موزیم په جومات بدل شي.

هغه زیاته کړه: "رودونه مې فکر لېرې وړي، استانبول ته، زه د سینت صوفیا په اړه فکر کوم، ځوریږم او درد لرم."

د نړۍ د کلیساوو شورا د ترکیې له ولسمشر څخه غوښتي چې له دې پرېکړې منصرف شي.

په استانبول کې میشت یوه مسیحي مشر بارت هولومیو هم د ولسمشر اردوغان د دې پرېکړې په اړه ژوره خواشیني ښودلې ده.

د آیا صوفیا کلیسا چې ۱۵۰۰ کاله لرغونې ده په ۱۴۵۳ کال کې د عثماني واکمنۍ پر مهال هم په جومات بدله شوې وه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر ویلي دا ودانۍ به د مسلمانانو او عیسویانو پر مخ پرانستې وي، خو هغه دا هم وویل چې ترکیې په دې پرېکړې سره خپل ملي حاکمیت تمثیل کړ.

یونسکو یا د ملګرو ملتونو د کلتوري میراثونو د خوندیتوب ادارې ویلي چې د کلتوري میراثونو کمېټه په دې اړه یوه ارزونه ترسره کوي.

د ویلو ده چې آیا صوفیا په استانبول کې یو مشهور عبادتځای پاته شوی چې هم د مسلمانانو او هم د عیسویانو لپاره ډېر اهمیت لري او په ترکیې کې له ډېرو نامتو توریستي سیمو څخه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG