د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۵

ترکیه کې له ایا صوفیه موزیم جومات جوړېږي

ایا صوفیه
ایا صوفیه

د ترکیې سترې محکمې پرون پرېکړه وکړه چې ایا صوفیه دې جومات شي.

د ترکیې ولسمشر رحب طیب اردوغان پرون جمعه څو ساعته وروسته له دې چې د ترکیې سترې محکمې له موزیم څخه پر جومات د ایا صوفیې د بدلولو پرېکړه اعلان کړه، دا حکم لاسلیک کړ.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې د سترې محکمې د پرېکړې پر اساس به د ترکیې د حکومت هغه پرېکړه لغوه شي چې په ۱۹۳۴ م کال کې یې کړې وه. هماغه وخت د ترکیې حکومت پتېیلې وه چې دا پخوانۍ کلیسا دې موزیم وي.

دا تاریخي ودانۍ له نن څخه ۱۴۸۸ کاله وړاندې د رومي امپراتور لومړي ژوستینین د مېرمن په امر جوړه شوې ده.

پر جومات د ایا صوفیې له اړولو سره پراخ مخالفتونه کېدل، خو له دې سره سره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په وروستیو څو کلونو کې هڅه کوله چې دا تاریخي موزیم په جومات بدل کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او یو شمېر نور چارواکي ایا صوفیه کې د دعا پر مهال
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او یو شمېر نور چارواکي ایا صوفیه کې د دعا پر مهال

ده د وړم کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین په لړ کې ژمنه کړې وه چې دا ودانۍ به چې له ۸۵ کلونو راهیسې ورڅخه موزیم جوړ شوی دی، په جومات بدله کړي.

ایا صوفیه په ۵۳۷ م کال د بیزانس امپراتورۍ په مهال د ارتودوکس مسیحیانو د کلیسا لپاره جوړه شوې وه.

د دې ودانۍ پر جوړولو ۱۰۰ معمارانو او ۱۰ زره کارګرو ۵ کاله کار کړی دی.

د ایا صوفیې ګنبده ۵۵ متره لوړه ده او قُطر یې ۳۱ متره دی.

عثمانیانو په ۱۴۵۳ م کال دا کلیسا ونیوله او هغه‌یې په جومات بدله کړه.

بالاخره په ترکیه کې د اتاتورک له لوري د سیکولر جمهوریت له اعلانه وروسته په ۱۹۳۴ م کال دا تاریخي ودانۍ په موزیم بدله شوه.

د ملګرو ملتونو یونېسکو دا ودانۍ چې هم د مسلمانانو او هم عیسویانو لپاره سپېڅلې ده، د نړۍ د لرغوني میراث په لېست کې شامله کړه.

ایا صوفیه کې سیلانیان
ایا صوفیه کې سیلانیان

ایا صوقیه په ترکیه کې یو تر ټولو مهم تورېستي ځای ګڼل کېږي.

یوازې تېر کال ۳ میلیونه او ۷ لکه سیلانیان د ایا صوفیې لیدلو ته ورغلي وو.

په وروستیو اوونیو کې پر جومات د دې ودانۍ د اړولو موضوع په ترکیه او نړۍ کې تاوده بحثونه پارولي دي.

تر دې وړاندې د یونان د باندنیو چارو وزیر ترکیې ته خبرداری ورکړی و چې پر خپلو نړیوالو ژمنو ودرېږي او د ایا صوقیې په شان مهمو ودانیو چې د ټولو انسانانو ګډ میراث دی، د ساتنې لپاره خپلو ملي او کورنیو ګټو ته اهمیت ورکړي.

د نړۍ د ارتودوکس مسیحیانو مشر هم په یوه پیغام کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه غوښتي چې پر جومات د ایا صوفیې د اړولو پرېکړه بېرته واخلي ځکه چې دې ودانۍ ته هم مسلمانان او هم عیسویان درناوی لري.

د ملګرو ملتونو یونېسکو د پنجشنبې په ورځ وویل، په استانبول کې د ایا صوفيې موزیم په وضعیت کې د هر راز بدلون په اړه دې ادارې ته خبر ورکړای شي چې پر اساس‌یې د نړیوال میراث په کمېټه کې پرېکړه وشي.

خو د ترکیې د سترې محکمې پرېکړې او د اردوغان له لوري د هغې توشېح وښوده چې ترکیه دې غوښتنو ته پام نه‌کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG