د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

هالنډ د روسیې پر ضد د اروپا د بشر حقونو محکمه کې دعوه کوي


د مالیزیا د هوايي شرکت په الوتکه کې چې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین د ختیځ په فضا کې وویشتل شوه، اکثر مسافر هالنډیان وو.
د مالیزیا د هوايي شرکت په الوتکه کې چې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین د ختیځ په فضا کې وویشتل شوه، اکثر مسافر هالنډیان وو.

هالنډ غواړي، د مالیزیا د هوايي شرکت د یوې الوتکې د نسکورېدو په قضیه کې د روسیې پرضد د اروپا د بشري حقونو په محکمه کې دعوه وکړي.

د مالیزیا د هوايي شرکت په الوتکه کې چې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین د ختیځ په فضا کې وویشتل شوه، اکثر مسافر هالنډیان وو.

ګومان کېږي چې دا الوتکه به روس پلوو بیلتونپالو چې د اوکراین په دې سیمه کې واکمن دي ویشتلې وي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر وايي، د اروپا د بشري حقونو په محکمه کې د روسیې پرضد د دعوې هدف د مالیزیا د هوايي شرکت په الوتکه کې د وژل شویو کسانو د خپلوانو د غوښتنې ملاتړ دی.

ستیف بلاک پرون د جولای په لسمه خبریالانو ته وویل چې د پېښې د قربانیانو د کورنیو غړو د ستراسبورګ په محکمه کې هم دا غوښتنې لرلې او اوس حکومت غواړي چې د اروپا د بشري حقونو محکمې ته د دې قضیې په راوړولو سره تروسې وسې د دې انفرادي کېسونو ملاتړ وکړي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ستیف بلاک
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ستیف بلاک

د پېښې د لږترلږه ۶۵ قربانیانو کورنیو خپل شکایت په ۲۰۱۸ کال کې د ستراسبورګ په محکمه کې ثبت کړی و.

ښاغلي بلاک اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته وویل، هالنډ د حکومت په توګه داسې اسناد او شواهد لري چې نتیجه یې په دې پېښه کې د روسیې د فدراسیون لاس لرل ثابتوي.

د مالیزیا د هوايي شرکت MH17 الوتنه له امسټردام څخه کولالامپور ته پر لاره وه چې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بیلتونپالو ترولکې لاندې سیمه کې د روسیې ساخت، بوک توغندي په وسیله وویشتل شوه.

د الوتکې په ۲۹۸ سپرلیو کې له دریو دوه برخې هالنډیان وو.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت وايي چې حکومت به د دولتونو په کچه د دې دعوې له پیل سره سم د روسیې پر وړاندې د انفرادي قضیو د ملاتړ په مقصد د الوتکې د نسکورېدو اړوند ټول معلومات اروپايي محکمې ته وسپاري.

مسکو د اوکراین په ختیځ کې هرراز لاسوهنه رد کړې او په هوا کې د دې الوتکې د چاودېدو په اړه یې هم بېلابېلې نظریې ورکړې دي.

یوه نظریه یې دا ده چې وايي، د مالیزیا د هوايي شرکت الوتکه به د اوکراین د هوايي ځواک د جټ الوتکې او یا د ځمکنیو ځواکونو له خوا د بوک توغندي په وسیله وېشتل شوې ده.

په همدې حال کې د هاګ په محکمه کې هم د دې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د لاس لرلو په تور د څلورو مشکوکو کسانو محاکمه روانه ده.

دا کسان چې درې یې روسان او یو یې اوکراینی دی په غیاب کې محاکمه کېږي.

د هاګ څارنوالان له شپږ کلنو تحقیقاتو وروسته وايي مالیزیایۍ الوتکه د روسیې ساخت بوک دافع هوا سیسټم په وسیله، د اوکراین په ختیځ کې او د روس پلوو بیلتونپالو له خوا ویشتل شوې ده.

د دوی په وینا بېلتونپالو دا سیسټم د روسیې او اوکراین پر پوله د روسي له یوې پوځي اډې څخه ترلاسه کړی و.

XS
SM
MD
LG