د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۵۳

روسي رسنۍ د مالیزیايې الوتکې د پیښې په اړه يو بل انځور ښيي


په داسې حال کې چې شواهد دا ښيي چې ماليزيايي الوتکه د اوکراين په ختيځ کې د سخت دريځو له خوا ويشتل شوې ده، د روسيې رسنۍ د دې پيښې يو بل انځور ښيي.

پردې سربېره چې ډېرشواهد شته چې دا ښيي چې د ماليزيا د الوتکې په راغورځولو کې د سخت دريځو لاس دی، چې د روسيې په مرسته يې دا کارکړی دی، خو د روسيې چاپي رسنۍ دا انځور بل ډول ښيي.

ځيني روسي خپرونې ادعا کوي چې د اوکراين پوځ پردې الوتکې د يوې نظامي الوتکې شک کړی دی او را غورځولې يې ده.

خو ځيني نوربيا په دې باوردي چې دا الوتکه په يوه تروريستي حمله کې ويشتل شوې ده.

د کومسومولسکايا پرادوا ورځپاڼه وايي، چې له ليرې داسې معلوميږي چې جلاغوښتونکو MH17 را غورځولې وي.

دې ورځپاڼې د (چا د “بوک” په شان راکټ وويشت ) ترنامه لاندې يوه تبصره خپره کړې ده.

دا تبصره چې ويکتور بارانتس ليکلې ده، وايي چې دا خبره له حقيقته ليرې ده چې ايم ايچ اوولس دې د جلاغوښتونکو له خوا له غورځول شوې وي.

د دې مقالې د ليکونکې په فکر، ممکنه خبره دا ده چې د اکراين پوځ پردې الوتکې د روسيې د نظامي الوتکې شک کړی وي او ويشتلې يې وي.

د دې مقالې ليکونکې بارانيتس ادعا کوي چې يوازې هغه سيستم چې له مځکې په هوا کې ويشتل کولای شي دا الوتکه ويشتلې ده لکه بوک، چې په هوا کې لس زره ميتره لوړه الوتکه ويشتلی شي.

دغه روسی ليکونکې وايي، چې اوکراين د وسلو په زېرمه کې ۷۵ بوک سيستمونه لري او په دې مقاله کې ويل شوي دي چې د دونڅک د ښارپه ۴۰ کېلومتري کې همداسي د هوا مدافع سيستم شته.

بارانيتس وايي، چې سخت دريځو د جون په مياشت کې د اوکراين يو د بوک دستګاه ونيوله خوا هغه نا مکمله او په ښه وضعيت کې نه وه.

دغه ليکونکې دا استدلال هم کوي چې سخت دريځي دومره پر مخ تللي متخصيصين هم نه لري چې دا تيکنالوژي دې وکارولی شي.

اوزيمايا ورځپاڼې هم يوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان يې پر الوتکه د روسيې د نظامي الوتکې شک، وو.

د دې ورځپاڼې د سريزې عنوان دی، بويينګ را ولوېده: يوازې حقايق.

په دې مقاله کې د MH17 را لوېدل د سړې جګړې پيل په مانا بلل شوی دی.

په دې مقاله کې دا خبره رد شوې ده چې دا الوتکه د روسيې د خاوري څخه په راکټ ويشتل شوې وي.

د موسکووسکې کومسومولتس ورځپاڼې بیا يوه مقاله خپره کړې ده چې د اوکراين هوايي حريم، د اوکراين مسوليت؛ په نامه ده.

په دې مقاله کې د هوايي امنيت د يوه متخصص له خولې لیکل شوي دي چې که دا ثابته هم شي چې ايم ايچ اوولس د جلاغوښتونکو له خوا ويشتل شوې ده، بيا هم د دې ستونزې حقوقي پړه د اوکراين پر غاړه ده او دا ځکه چې اوکراين داسې الوتکو ته چې نظامي نه وي، د جګړې پرسيمو د الوتلو اجازه ورکوي.

ارګومنتي I فاکتي په نامه يوې انترنيتي پاڼې ليکلي دي چې فيدل کاسترو وايي، دا کار اوکراينيانو کړی دی. د دې پاڼې په يوه بله خپرونه کې راغلي دي چې د روسیې د خاوري څخه د راکټ ويشتل امکان نه لري ځکه چې تر هغه ځايه فاصله ډېره زياته ده.

په همدې مقاله کې د يوه روسي څېړونکې ولاديمېرکارنوزوف له خولې ليکل شوي دي چې تر هغه وخته چې په دې هکله تحقيقات نه وي پوره شوي، پر ماليزيايي الوتکې د تروريستي حملې خبره نه شي ردولی.

XS
SM
MD
LG