د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

جانان ماما د وطن درد او ویر ژاړي؛ مینه وال یې ترې خوند اخلي


جانان ماما
جانان ماما

په افغانستان کې د څلویښت کلنې جګړې له دوام سره اوس هم په کلیو او بانډو کې هنرمند خلک اوسي.

دوی که هر څومره په خپله سینه کې خوړین زړونه ګرځوي، خو نورو ته خوشحالي ورکوي.

د دغه خلکو له ډلې یو هم د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې جانان ماما دی.

جانان ماما هره شپه شپېلۍ غږوي، د وطن درد او ویر په کې ژاړي، خو مینه وال یې ورڅخه خوند اخلي.

حبیب الرحمن تاثیر د جانان ماما په اړه راپور برابر کړی چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:32 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG