د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

له مشهور سندرغاړي استاد ګل زمان سره مرسته وشوه


سندرغاړی استاد ګل زمان. ۲۱/۱۲/۲۰۱۹
سندرغاړی استاد ګل زمان. ۲۱/۱۲/۲۰۱۹

په لوېدیځ کې افغان هنرمندانو د افغانستان له مشهور سندرغاړي استاد ګل زمان سره چې د ده په خپله خبره له اقتصادي ستونزو سره مخ دی نقدي مرسته وکړه.

د استاد ګل زمان وویل: "هغه هنرمندان چې په اروپا کې دي، له دې خبر شول چې هغه استاد ګل زمان چې ډېر خدمت یې موسیقۍ ته کړی، ولې دومره غریب دی او څه نه لري، په اروپا کې یې ټولنه وکړه او څه یې چې وس کې ول رایې وړل او ماته یې راوسپارل."

استاد ګل زمان وايي، په افغانستان کې تر ټولو بې وزلې طبقه هنرمندان دي او پکار ده چې لاس نیوی یې وشي.

ګل زمان چې په دې ورستیو کې د اریانا خصوصي تلویزیون په یوې خپرونه کې راڅرګند شو له خپل اقتصادي ژوند یې شکایت وکړ او په خپل دې حالت یې اوښکې تویې کړې چې تر هغې ورسته د یو شمېر افغان سیاستوالو، سوداګرو او هنرمندانو پام ورواوښت.

تازه په لوېدیځ کې یو شمېر افغان هنرمندانو هم له استاد ګل زمان سره نقدي مرسته کړې.

دا مرسته بیګاه د طلوع خصوصي تلویزیون د افغان ستوري په پروګرام کې د وتلو افغان سندرغاړو فرهاد دریا او اریانا سعید له خوا ښاغلي ګل زمان ته وسپارل شوه خو رقم یې اعلان نشو.

استاد ګل زمان په خبره، ده خپلو هم مسلکو ته د مرستې نه وه ویلي خو هغوی یې لاس نیوي ته راودانګل.

نوموړی له افغان حکومت هم غواړي چې د افغان هنرمندانو ژوند او ورسره مرستې ته جدي پام واړوي.

ګل زمان زیاته کړه: "په افغانستان کې غریب ترینه طبقه د هنرمندانو ده، غریبترینه ځکه چې د حکومت هیڅ توجه ورته نشته، هنرمندان نه رشوت خواره دي، نه قاچقبر دي، هنرمندانو نه ځمکې غصب کړي، هنرمندان هغه طبقه ده چې خلک یې خوشحاله ساتلي دي."

ګل زمان د افغانستان یو پخوانۍ مطرح سندرغاړی دی چې افغان موسیقۍ ته د پراخ کار له امله د استادۍ رسمي لقب هم ورکړل شوی دی.

نوموړی د دې تر څنګ چې خپل سندرې وايي، د افغان مشهور سندرغاړي احمد ظاهر په ګډون یې د لسګونو افغان سندرغاړو سندرې کمپوز کړې دي.

استاد ګل زمان سره د لویځ میشتو هنرمندانو د مرستې په اړه مو وغوښتل له ښاغلي دریا او اغلې سعید سره هم خبرې وکړو خو بریالي نه شوو.

مخکې تر دې د ښاغلي ګل زمان تر شکایت ورسته په تولنیزو رسنیو کې داسې راپورنه خپاره شوه چې ښودل یې، د افغانستان د ولسي جرګې رییس رحمان رحماني او د جرګې غړي او د نوموړي زوی اجمل رحماني هم له ښاغلي ګل زمان سره مرسته کړې ده.

د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني له استاد ګل زمان سره.
د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني له استاد ګل زمان سره.

په ورته وخت کې، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم وايي چې، چې پنځوس کسو هنرمندانو هر یو سره به د پنځوس زره افغانیو مرسته وشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند محمد صابر مومند: "د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ سره د هیواد د اوو برخو د فرهنګ او هنر مخښکښانو ته نقدي مرستې منظور شوي چې هر یو ته پنځوس زره افغاني نقدي مرسته ده."

هغه وايي، دا مرستې به د راتلونکو چهارشنبې په ورځ پر مستحقینو وویشل شي او معیار دا دی چې، د پام وړ کارونه یې کړي،عمرونه یې له ۶۵ اوښتي، اقتصادي ستونزې ولري او یا ناروغان وي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم یو شمېر هنرمندانو دوی ته د حکومت د نه پاملرنې له امله انتقادونه کړي دي.

افغان ممثل او د تفریحي خپرونو جوړونکی مصطفی خیبر چې د زړه په رنځ اخته او د همدې ناروغۍ له امله په کور ناست دی وايي، څو پورې به هنرمند ژاړي، چې د خلکو او حکومت پام ورواوړي؟

XS
SM
MD
LG