د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

د شمال ختیځو ولایتونو بلوڅان: حکومت کې زمونږ ونډه په نشت حساب ده


شمال ختیځو ولایتونو کې د بلوڅو قوم مشران
شمال ختیځو ولایتونو کې د بلوڅو قوم مشران

د شمال ختيځ زون په څلورو ولایتونو بدخشان، تخار، کندز او بغلان کې د بلوڅو مېشت قومونه چې په کندز کې د بلوڅو قوم په نوم قومي شورا لري انتقاد کوي، چې حکومت د بلوڅو قوم له پام غورځولي دی، ځکه د کابينې په جوړولو کې ورته هېڅ ونډه نه دی ورکړل شوې.

دوی دغه شان پر حکومت غږ کوي، چې په نوې کابینې کې باید د بلوڅو قوم ته ونډه ورکړل شي او برسېره پردې په سیمه ییزو ادارو کې د بلوڅو قوم ځوان کادرونه پر دندو وګمارل شي.

د بلوڅو قومي مشر حاجي هیکل بلوڅ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په جوړېدونکي حکومت کې د بلوڅوقومونو ته د دواړو سیاسي ډلو لخوا حق ورکول په صفر ضرب دی، او دغه شان د بین الاافغاني خبرواترو په ټیم کې د بلوڅو قوم یو کادرهم حضور نه لري، چې دا د بلوڅو ستر قوم پر وړاندې جفا او ظلم دی."

دغه راز بل قومي مشر جان محمد بلوڅ وویل: "بلوڅوقوم په افغانستان کې د نورو شته قومونو په شان د سولې غوښتونکی دی او د افغانستان په مسئلې کې له ټولو ښکېلو غاړو غواړي چې بېړنۍ اوربند اعلان کړي او مذاکرې ته لاره هواره کړي او له دواړو خواو غواړي چې د بلوڅو نقش له پامه ونه غورځوي ترڅو دیو باعزت سولې شاهد واوسو."

دوی په هېواد کې پر ټولو قومونو غږ وکړ چې ملي یووالي او سولې ته کار وکړي.

په شمال ختيځ زون کې د بلوڅو یو بل قومي مشر عبدالدیان بلوڅ په دې اړه وویل: "په دې دوه لسیزو کې د بلوڅو قوم کادرونو ته توجه نه ده شوې او په حکومت کې ورته هېڅ ونډه نه ده ورکړل شوې، په حکومت کې یو ډول بې عدالتي جریان لري، موږ له حکومت نه غواړو چې د بلوڅو قوم کادرونه په دولتي ادارو کې پردندو وګماري څو عدالت ټینګ شي."

د کندز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس نظیف الله نظیف بیا وايي، دوی هڅه کوي په دغه ولایت کې د ټولو مېشتو قومونو ستونزې په خپل وخت له سیمه ییزې ادارې سره شریک کړي.

هغه زیاته کړه: "د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست تل د ملي یووالي په خاطر کار کړي دي او د بلوڅو قوم درنو مشرانو سره هر وخت ناستې او مشورې کوي، مونږ هڅه کوو چې د قومونو ترمنځ یووالی لاپیاوړی کړو او د دوی ستونزې پر وخت سره له اړوند چارواکو سره شریکي کړو."

په ورته وخت کې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مېنه پال په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "ولسمشر د لوړې د مراسمو پرمهال د افغانستان له ولس سره ژمنه وکړه چې حکومت به پراخ بنسټه وي، قاعده به یې پراخه وي او په دې که به د افغانستان ټول قومونه، د افغانستان ټولي سیمې او د افغانستان ټولي ژبې ځان وينې. بناءً د حکومت تعهد همدا دی چې ټول قومونو ته به د افغانستان د حکومت په کابېنه برخه ورکوي."

په شمال ختېځ زون کې د بلوڅو د قومي شورا ځینې مشران وايي، چې په تېرو حکومتونو کې دوی ته په حکومت کې برخه ورکړل شوي وه، خو په تېرو دوه لسیزو کې د بلوڅو قوم د افغان حکومت له پامه غورځول شوی دی.

دوی خبرداری ورکوي، که چېرې د حکومت په نوې کابینې کې دوی ته برخه ورنه کړل شي، په لاریونونو به لاس پورې کوي.

XS
SM
MD
LG