روسیې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو لپاره انعامونه ورکړي دي؟
تمه ده چې په دې اړه د کانګرس یو شمېر غړي نن د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتو له چارواکو معلومات ترلاسه کړي.
دا خبر پوره یوه اوونۍ مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپور کړ او په تېرو اووه ورځو کې د ولسمشر ټرمپ پر ادارې فشار په زیاتېدو دی چې ولې یې روسیې ته مناسب ځواب نهدی ورکړی.
تمه ده چې د کانګرس یو شمېر غړو ته نن د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتو چارواکي د هغه راپور په اړه معلومات ورکړي چې له تور سره سم ویل کېږي، روسیې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره انعامونه ورکړي دي.
دا معلومات په داسې وخت کې ورکول کېږي چې پر روسیې د نویو بندیزونو د لګولو غوښتنې ډېرې زیاتې شوې دي او ولسمشر ټرمپ او د ادارې چارواکو یې د دې موضوع په اړه چې ولې یې مناسب ځواب نهدی ورکړی، خپله دفاع کړې ده.
په واشنګټن کې به په نننۍ غونډه کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشره جینا هاسپل او د ملي استخباراتو مشر جان راتکلف د کانګرس یوې ډلې ته معلومات ورکړي.
ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل، د روسیې له لوري د طالبانو په لاس د امریکایي پوځیانو د وژلو خبره ده د دې لپاره علني نهکړه چې د متحده ایالاتو د استخباراتو ډېرو چارواکو د دې خبر په کرهوالي شک کاوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون رسنیو ته په واشنګتن کې د دې موضوع په اړه وویل: "په حقیقت کې روسان د افغانستان په چارو کې په دې ډول دننه شوي چې دا د متحده ایالاتو پر ضد مداخله ده او دا نوې خبره نهده، نو د کانګرس غړو چې هغه ورځ وویل چې دوی دې خبرې حیرانه کړي دي، دوی له همغو استخباراتي غړو سره کتلي دي چې موږ ورسره کتلي وو."
پومپيو زیاته کړه: "که موږ داسې کره معلومات ترلاسه کړل چې روسان د امریکایانو ژوند په خطر کې اچوي، نو موږ به په جدي توګه ځواب ورکړو."
پومپیو په دې اړه نور تفصیل ورنهکړ چې څرنګه ځواب.
په سنا کې د اکثریت مشر مچ مککانیل چې په خپله جمهوري غوښتونکی دی، نن به په هغه ډله کې وي چې د استخباراتو له چارواکو معلومات ترلاسه کوي. ده وویل چې دی فکر نهکوي چې د اوازو په سر به له ټرمپ سره چلند کېږي.
بل لور ته ډیموکراتانو پر ولسمشر ټرمپ د دې راپور له امله فشار زیات کړی دی. دا راپور لومړی ځل تېره اوونۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ګڼو سرچینو په وینا چې نومونهیې نهدي اخیستل شوي، خپور کړ او دا پوښتنهیې مطرح کړه چې ولې ولسمشر پر دې موضوع سخت غبرګون نهدی څرګند کړی.
په کانګرس کې د دواړو ګوندونو، جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو غړو د دې ادعاوو په اړه چې طالبانو ته د امریکایي سرتېرو د وژلو پر سر انعامونه ورکړل شوي دي که نهدي، د نورو اطلاعاتو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.
په هغو کسانو کې چې د اطلاعاتو غوښتنهیې کړې ده د استازو جرګې مشره د ډيموکرات ګوند غړې نانسي پلوسي هم شامله ده، دې د چهارشنبې په ورځ وویل، که دا تورونه ثابت شي پر روسیې باید سمدستي بندیزونه ولګول شي.
جمهوري غوښتونکي سناتور چک ګراسلي د سنا غونډې ته پرون وویل: "که تورونه رښتیا شي دې ته سخت ځواب په کار دی، زما مطلب ډپيلوماتیک ځواب نهدی."
د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ اوبراین پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، که چېرته دا تورونه ثابت شي چې رښتیا دي، نو ولسمشر به جدي عمل وکړي.
اوبراین زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ ته د 'سيایاې' یوې استازې دا خبره شفاهي کړې وه.
روسیې او طالبانو دا راپورونه رد کړي، خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې او یو شمېر نورو رسنیو د یو شمېر امریکایي او اروپایي حکومتي سرچینو په وینا چې نومونهیې نهدي اخیستل شوي، خبر ورکړی دی چې د روسانو له لوري طالبانو ته د انعامونو وړاندیز شوی دی.