د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

امریکا کې یوه ورځ د کرونا ویروس ۴۰۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې


په فلوریډا کې چې هره ورځ په کې نژدې ۹۰۰۰ کسان په دې ویروس اخته کېږي، په بارونو کې د الکول څښل بند شوي دي.
په فلوریډا کې چې هره ورځ په کې نژدې ۹۰۰۰ کسان په دې ویروس اخته کېږي، په بارونو کې د الکول څښل بند شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د جون پر ۲۶ مه د کرونا ویروس څه باندې ۴۰۰۰۰ د کرونا ویروس نوې پېښې ثبت کړې چې دا په دې هیواد کې په یوه ورځ د یاد ویروس تر ټولو لوړه شمېره ده.

دا تازه شمېرې داسې مهال ثبت شوي چې یو شمېر ایالتونو د ویروس د خپرېدو د ډېروالي په ځواب کې بېرته د محدودیتونو لګول پیل کړل.

په یوه ورځ په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د څلویښت زره مثبتو پېښو ثبتول د چارواکو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.

د تکزاس والي په دې ایالت کې د ټولو بارونو د تړلو غوښتنه کړې او له رستورانتونو غواړي چې په رستورانت کې دننه د خلکو راټولېدل تر پنځوس سلنه راټیټ کړي.

په تکزاس ایالت کې په تېرو دریو ورځو کې څه باندې ۱۷ زره کسان نوي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په فلوریډا کې چې هره ورځ په کې نژدې ۹۰۰۰ کسان په دې ویروس اخته کېږي، په بارونو کې د الکول څښل بند شوي دي.

دا دواړه ایالتونه د هغو جنوبي او لویدیځو ایالتونو څخه دي چې مخکي یې د کرونا ویروس د خورېدو له کبله د اقتصادي زیان د راکمولو په هدف محدودیتونه کم کړي و، خو اوس بېرته محدودیتونو ته مخه کوي.

په کالیفرنیا کې والي ګافین نیوسوم د لاس انجلس د امپریال سیمې اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې پر کور پاته شي.

ګافین نیوسوم
ګافین نیوسوم

په دغه ایالت کې چې تر نورو ایالتونو ډیر نفوس لري، په تېرو دوو اوونیو کې د کرونا ویروس له کبله په روغتون کې د بستر شویو کسانو شمېر ۳۲ سلنه لوړ شو.

په همدې موده کې په کالیفرنیا کې د محدودیتونو د راکمېدو وروسته ۴۲۰۰ کسان په کرونا اخته شول.

نیوسوم د محدودیتونو د کمولو چارې ودرولې.

که څه هم د امریکا متحده ایالاتو په ځینو برخو کې د کرونا د مثبتو شمېر ډېروالی د ډېرو آزموینو تر سره کېدو سره هم تړل کېدای شي، خو په ځینو سیمو کې بیا د مثبتو پېښو ډېروالی د پام وړ دی.

په ارایزونا ایالت کې د هغو آزموینو شمېر چې پایلې یې مثبتې ختلې دي، تر شل فیصده اوړي.

په تکزاس او فلوریډا کې بیا دا سلنه شاوخوا دیارلس ته رسېږي.

د فلوریډا او تکزاس په ګډون په ډېری ایالتونو کې د دې ویروس له کبله د بستر شویو شمېر هم ډېر دی.

چارواکي وایي، ډېری پېښې وروسته له هغه وشوې چې ایالتونو د خپلو اقتصادونو د بېرته احیا کولو لپاره محدودیتونه کم کړل او خلکو ته یې اجازه ورکړه چې دکانونه رستورانتونه او نور کارونه او فعالیتونه بېرته پرانېزي.

دوی دا هم وایي چې تر څنګ یې خلکو د ماسکونو د اغوستلو او ټولنیز واټن ساتلو مقررات له پامه وغورځول.

د تکزاس والي ګریګ ابوت ویلي چې د کرونا نوي پېښې تر ډېره په بارونو کې د خلکو راټولېدلو په نتیجه کې رامنځته شوې.

په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ د کرونا ویروس پر وړاندي ماموریت چې مشري یې د ولسمشر مرستیال مایک پنس کوي تر دوو میاشتو وروسته په لومړي ځل د کرونا ویروس د خورېدو په اړه څرګندوني کړې او وایې چې اوس ډیر روغتیایې امکانات په لاس کې دي، د ناروغانو چې په روغتونونو کې بسترېږي، فیصدې کمه ده او وایي د دې ویروس له کبله د مړو شمېر هم د کال تر لومړنیو میاشتو اوس ډېر کم دی.

په نویو پېښو کې تر ډېره ځوانان په دې ویروس اخته شوي چې یا بستر شوي او یا مړه شوي دي.

په امریکا کې نږدې دوه میلیونه او پنځه لکه کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې ۱۲۵ زره ترې مړه شوي دي.

خو روغتیایې چارواکي وایي، له دې کبله چې خلک د کویډ -۱۹ ناروغۍ علایم یا نښې نه لري او یا یې د دې ناروغۍ آزموینې نه دي شوي، ښایې ریښتونې شمېرې تر اوسنۍ هغې لس برابره ډېرې وي.

XS
SM
MD
LG