د زابل يو شمېر کروندګر وايي، د کرنې او مالدارۍ رياست د دوی لپاره هېڅ ډول اسانتیاوې نه دي برابرې کړي او دوی په دې برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.
د زابل والي او د دغه ولایت د کرنې رئیس هم د کروندګرو ستونزې مني او وايي چې د زابلي کروندګرو او بڼوالانو لپاره یو شمېر اړين پروګرامونه په پام کې لري.
چارواکي وايي، چې په دې کې د سل ميليونه افغانيو په ارزښت د تازه مېوو د ساتلو لپاره د يوې لويي سړې خونې جوړېدل هم شامل دي.
صادق رښتینی په دې اړه راپور لري چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: