په ټولنیزو رسنیو کې یو غږیز پیغام لاس په لاس کېږي چې ګنې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح په کې د پولیسو یو مسئول ته امر کوي، څو هغه کسان لهمنځه یوسي چې د پولیسو امر ته پام نه کوي.
له دې غږیز پیغام څخه چې د ولسمشر لومړي مرستیال ته منسوب شوی، ښکاري چې هغه مهال یې دا امر کړی، کوم مهال چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر و.
دا غږیز پیغام په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې ګوندې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح دی.
په ښکاره دا غږ د هغه مهال دی، کوم وخت چې ښاغلی صالح د کورنیو چارو سرپرست وزیر و.
ښاغلي صالح ته په دې منسوب شوي غږ کې د پروان د لویې لارې پخواني قوماندان حاجي خالد ته د هغه لهخوا امر کېږي، څو هغه کسان په ډزو وولي یا دې یې هم سر له تنې جدا کړي، کوم چې په لویه لار د پولیسو پلټنې ته موټر نه دروي.
هغه زیاته کړې: "هر هغه څه دې چې اړتیا وي، له والي مه وېرېږه، له وکیل مه وېرېږه، که هر څوک درته په لویه لار موټر و نه دروي، ویې وله، سر یې پرې کړی را وړه، زه یې مسئولیت اخلم، هر هغه څوک دې ووېشت، مړی یې لېرې وغورځوه، که دې دا کار و نه شو کولای، کورنیو چارو وزارت ته یې سر را وړه، زه یې مسئولیت اخلم."
خو اوسمهال چې ښاغلی صالح د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال دی، دفتر یې د دې ویډیو په اړه وايي، دا کلیپ جعلي دی.
د ښاغلي صالح دفتر ازادي راډیو په راغلي پیغام کې لیکلي: "زمونږ رسمي نظر دا دی چې دا کليپ جعلي دی او د موضوع په اړه جزئيات او معلومات نه لرو. "
هڅه مو وکړه چې په دې اړه له حاجي خالد سره خبرې وکړو، خو له ډېرو هڅو هڅو سره سره بریالي نه شوو.
په ورته وخت کې یو شمېر حقوق پوهان دا ډول امر د صحرايي محکمې پلي کول ګڼي.
حقوق پوه عبدالوحید فرزهيي ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د قانون له مخې، هېڅ یو شخص د محکمې له پرېکړې او د ولسمشر له منظورۍ پرته نه شي کولای له چا د ژوند حق واخلي.
هغه زیاته کړه: "د محکمې له حکم او د ولسمشر له منظورۍ پرته، بل هېڅ شخص نه شي کولای د یو چا د ژوند کولو حق ترې واخلي."
د افغانستان حکومت له دې وړاندې د صحرايي محکمو د مخنیوي پر موضوع جدي ټینګار کړی دی.
د بشرحقونو خپلواک کمېسیون هم د افغانستان له حکومت په ځلونو غوښتي، څو د هغو خپلسريو کړنو مخه ونیسي چې له قانون سره په ټکر کې ترسره کېږي.