د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

یو ګوښه شوی امریکايي څارنوال خپله دنده نه پرېږدي


جفري بېرمن
جفري بېرمن

امریکايي څارنوال جفري بېرمن، چې د متحدو ایالاتو د عدلیې وزارت یې له دندې د استعفې اعلان کړی، ویلي چې له خپلې دندې نه لرې کېږي.

جفري بېرمن هغه څارنوال، دی چې د امریکا د جمهور رئيس د یو شمېر متحدانو او د هغه د شخصي وکیل، رودي ګیلیاني څخه د تحقیق بهیر یې څارلی و.

د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار د جون په ۱۹مه، یو بیان خپور کړ او په کې ویې ویل چې جفري اس بېرمن د نیویارک د جنوبي برخې د څارنوال په توګه له دندې استعفی کړې ده.

د عکس ښي لورته د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار او چپ طرف ته ولسمشر ټرمپ
د عکس ښي لورته د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار او چپ طرف ته ولسمشر ټرمپ

تر دې وروسته، سپینې ماڼۍ یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې ولسمشر د جې کلېټن په نوم یو څارنوال چې د فدرالي ادارې د څارنوالۍ په برخه کې هېڅ کاري تجربه نه لري، د دې دندې لپاره کاندید کړی دی.

خو بېرمن د دې بیان تر خپرېدو وروسته، وویل چې له دندې د ځان د استعفی خبر یې له رسنیو اروېدلی دی.

هغه ویلي: "زه به هغه وخت چې د امریکا سنا د جمهور رئيس له لوري یو کاندید د دې چوکۍ لپاره تائید کړي، له دندې لرې شم، تر هغه وخته به زموږ څېړنې له ځنډه پرته دوام لري."

د امریکا د متحدو ایالاتو د جمهور رئېس شخصي وکیل مایکل کوهن هم د بېرمن په منطقه کې محاکمه شوی و.

دوه نور وګړي چې لیف پرناس او ایګور فرومن نومېدل او په اوکراین کې د رودي ګیلیاني له هڅو سره چې غوښتل یې د جمهور رئيس ټرمپ د انتخاباتي سیال جوبایډن په اړه منفي معلومات را ټول کړي، هم د بېرمن په تر صلاحیت لاندې سیمه کې د څارنوالانو تر څېړنې لاندې دي.

د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنې د روان میلادي کال د نومبر په میاشت کې دي.

جمهوري ریاست ته ډونالډ ټرمپ او جوبایډن له عمده کاندیدانو دي.

XS
SM
MD
LG