د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

ټرمپ د امریکا پولیسو په چلند کې د اصلاحاتو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې د دې هېواد د پولیسو په چلند کې اصلاحات راځي.

د لاسلیک شوي فرمان پر بنسټ د دې هېواد د پولیسو د ښې روزنې لپاره لګښت زیاتېږي او د معلوماتو یوه زېرمه یا ډیټابیس جوړېږي څو د پولیسو ناوړه چلند په منظم ډول وڅاري.

ولسمشر ټرمپ پرون سې شنبه «۲۰۲۰ کال د جون ۱۶» په سپینه ماڼۍ کې د دې فرمان تر لاسلیک مخکې وویل، د پخوا د ناکامیو لړۍ باید بدله شي. د نوموړي په وینا د بدلون د یو ګام په توګه د پولیسو له‌خوا د خلکو د نیولو په خاطر د هغوی پر غاړه فشار راوړل (ساه بندول) به تر هغې چې د پولیسو د افسر ژوند له خطر سره نه‌وي مخ منعه کېږي. نوموړې ټینګار وکړ چې اداره یې د قوي او اغیزناکې وسلې په لټه ده څو د وژونکو پېښو مخه ونیول شي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دا فرمان په داسې یو وخت کې لاسلیکوي چې "د تور پوستانو ژوند مهم دی" تر سرلیک لاندې مظاهرو د دې هېواد ټول ښارونه نیولي او د نا امنیو سبب شوي دي.

دا اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې د جورج فلویډ په نوم یو تور پوستی، د یو سپین پوستي پولیس له‌خوا د توقیف پر مهال ووژل شو. دې پولیس د نیولو پر مهال په داسې حال کې چې د فلوید لاسونه تړلي او پړمخې پر ځمکه غورځول شوی و، خپل زنګون تر هغې د هغه پر غاړه ایښی و چې ساه‌یې بنده او وروسته ومړ.

د پولیسو له‌خوا د جورج فلوید وژل کېدل
د پولیسو له‌خوا د جورج فلوید وژل کېدل

"د تور پوستانو ژوند مهم دی" د غورځنګ فعالان د امریکا د جزا په قانون کې د لوی بدلون غوښتونکي دي. په امریکا کې تر اوسه داسې احساس شته چې په پولیس ځواک کې زور زیاتی او نژادي نابرابري زیاته ده.

د ولسمشر ټرمپ د ادارې چارواکي وايي، د ولسمشر اجرائیوي فرمان د یو ډېټابېس د جوړېدو غوښتنه کوي څو هغه پولیس چې د زور زیاتي مخینه لري او یا ترې شکایتونه ثبت شوي وي، ونه‌توانیږي په ازادانه ډ‌ول له یوې څانګې بلې ته بدل شي.

په دې فرمان کې همدارنګه د یو سیستم د جوړېدو یادونه شوې چې پر بنسټ‌یې د فدرالي حکومت له‌خوا د ځواک څخه د پولیسو د کار اخیستلو د بڼې د بهتره کېدو لپاره بودجه ځانګړې کېږي.

د دې اجرائیوي فرمان تر لاسلیک یوه ورځ مخکې ولسمشر ټرمپ ویلي وو، د اجرائیوي فرمان وروستی هدف دا دی چې دوی غواړي نظم او قانون بېرته عادلانه او محتاطانه حاکم شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا کانګرس غړي هم په فدرالي کچه د امریکا په پولیسو کې د اصلاحاتو لپاره پر ځینو پروګرامونو کار کوي. په سنا کې اکثریت جمهوري غوښتونکو او د استازو جرګه کې اکثریت ډیموکراتانو په جلا جلا طرحو کار پیل کړی دی.

سنا جرګه
سنا جرګه

هره پرېکړه چې دا مهال د امریکا په کانګرس کې وشي، تر ډېره به په محلي او ایالتي کچه اصلاحات په‌کې شامل وي.

ډېرو ایالتونو او ښارونو په دې برخه کې اصلاحات پیل کړي. په دې لړ کې میناپولیس هم شامل دی چېرې چې د مې په ۲۵مه تور پوستی جورج فلوید د یو سپین پوستي پولیس له‌خوا ووژل شو.

XS
SM
MD
LG