د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

افغانستان؛ د پرله‌پسې پنځم کال لپاره، د ماشومانو لپاره خونړی هېواد!


ارشیف، ننګرهار کې په یوه انتحاري حمله کې ټپي شوی ماشوم
ارشیف، ننګرهار کې په یوه انتحاري حمله کې ټپي شوی ماشوم

ملګري ملتونه وايي، افغانستان لا هم د ماشومانو لپاره تر ټولو نا امن ځای دی.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې افغانستان یو ځل بیا د وسله‌والو نښتو په پایله کې د مرګ‌ژوبلې له کبله، د ماشومانو لپاره تر ټولو هېوادونو خونړی بللی دی.

د دې سازمان د کلني راپور پر بنسټ، یوازې تېر ۲۰۱۹ کال په افغانستان کې د جګړو له کبله، ۳،۱۴۹ ماشومان وژل شوي او په ټوله کې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي ۳،۴۱۰ قضیې ثبت شوې دي.

په راپور کې زیاته شوې، په افغانستان کې د جګړې ښکېلو لورو د ماشومانو حقونو ته پام نه‌دی کړی او د جنګ لپاره‌یې هم ترې ګټه پورته کړې ده.

په راپور کې د ماشومانو د وژل کېدو تر ټولو لوی مسؤلیت د حکومت پر مخالفو وسله‌والو اچول شوی چې له ډلې یې طالبان د ۱،۲۳۸، داعش ۲۴۲ او د پاتې ۵۵ ماشومانو وژل کېدل، د نامعلومه وسله‌والو کار بلل شوی دی.

ملګرو ملتونو همدا ډول افغان حکومتي ځواکونه او ملاتړي یې هم د ۱،۰۳۲ ماشومانو د وژنې مرتکبین بللي دي.

دغه‌شان د ملګرو ملتونو په راپور کې له ماشومانو سره د جنسي ځورونې او بچه‌بازۍ پېښو ته هم اشاره شوې چې له قوله‌یې، لا هم دوام لري او افغان ماشومان‌یې قربانیان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د ماشومانو د ملاتړ ادارې (سېف دې چلډرن) ویاندې مریم عطايي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۲۷» ازادي راډیو ته وویل، د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې دوام اندېښمنوونکی دی.

اغلې عطايي زیاتوي: "د جګړې پر مهال باید ماشومان خوندي واوسي. د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره موږ د جګړې له ښکېلو لورو غواړو چې تل‌پاتې اوربند وکړي، څو ماشومان خپلو تل‌پاتې حقونو ته ورسېږي."

د افغانستان حکومت وايي، "د ملګرو ملتونو د راپور په اړه به خپل نظر د ملي امنیت شورا له لارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ډاګیز کړي"، مګر له دې وړاندې یې تل د ملکیانو په خوندیتوب او تر خوا یې د ماشومانو د حقونو په ساتنې ټینګار کړی دی.

خو طالبان بیا دا راپور ردوي. د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دا ډول راپورونه استخباراتي بڼه لري او د دوی پر ضد د پروپاګنډ برخه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له ماشومانو سره د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښيي.

ذبیح‌الله فرهنګ
ذبیح‌الله فرهنګ

د دې کمېسیون د نشراتو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د جګړې ښکېل لوري باید د ماشومانو حقونو ته درناوی وکړي.

ښاغلی فرهنګ زیاتوي: "بدبختانه د جګړې ښکېل لوري د ماشومانو او ملکیانو ژوند ته پام نه‌کوي او همدا علت دی چې ملکیان همېشه قرباني ورکړي. موږ شاهد یوو چې تاوتریخوالی زیات شوی او دا زموږ لپاره لویه اندېښنه ده."

ملګري ملتونه داسې مهال افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد بولي چې له ماشومانو د ملاتړ بنسټ هم په یوه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۰ کال په افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو ۴یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي، په افغانستان د تېر کال په پرتله مرستو ته د اړو ماشومانو شمېر ۵،۲۱ میلیون زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG