د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۲۷

میلیټري ټایمز: د زړو جګړو ختمول د امریکا کار نه دی

ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

یو- این نیوز

د ملګروملتونو خپرنیز ارګان یو- این نیوز په خپله وروستۍ ګڼه کې د جرمونو د نړیوالې محکمې له خوا په افغانستان کې د بشري جرایمو په برخه کې د دې محکمې د څېړنو په اړه د متحدایالاتو د وروستیو اقداماتو پر وړاندې د خپلې اړوندې محکمې د اجرااتو دفاع کړې ده.

د جرمونو نړیوالې محکمې د روان کال په مارچ میاشت کې په افغانستان کې د ۲۰۰۳- ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د امریکا د پوځ او نورو ټولو اړخونو له خوا د شويو بشري جنایتونه د څېړنې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه.

د امریکا حکومت د پنجشنبې په ورځ د نړیوالې محکمې پر یو شمېر غړو یولړ بندیزونه اعلان کړل.

د شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیوچارو چارو وزیر مایک پومپیو، دفاع وزیر مارک ایسپر، د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین او لوی څارنوال ویلیم بار د محکمې د هغو چارواکو پرضد چې په څېړنو کې ښکېل دي نورې څرګندونې هم وکړې.

د هغو اقداماتو له مخې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تایید کړي، د نړیوالې محکمې پر دې چارواکو او هغوی پر کورنیو د سفر او اقتصادي بندیزونه لګول کېږي.

د دې تحقیقاتو مشري د نړیوالې محکمې لوی څارنواله فاتو بن سودا کوي.

یو- این نیوز د نړیوالې محکمې د خپلواکۍ او بې پرې توب په اړه د امریکا د لوی څارنوال ښاغلي بار د څرګندونو هغه برخه نقل کړې چې وايي نړیواله محکمه د نړۍ د غیرمسئولو مخکښانو له خوا تر یوې جوړې شوې وسیلې لږ اوچته ده.

خپرونه د دې انتقاد په ځواب کې د نړیوالې محکمې د قاضي او- ګان کوان نظر رااخیستی دی چې وايي، نړیواله محکمه د روم د اساسنامې پربنسټ جوړه شوې او کله چې د بېرحمیو او جرایمو په اړه څېړنو ته اړتیا پېښېږي نو دا محکمه د کورنیو قضايي سیسټمونو ترڅنګ وروستۍ متممه قضايي مرجع ده.

امریکا د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب نه لري خو افغانستان د ملګروملتونو د دې اړوندې محکمې غړیتوب په ۲۰۰۳ کال کې ترلاسه کړ.

  • میلیټري ټایمز

د امریکا د پوځ خپرنیز ارګان میلیټري ټایمز په خپله وروستۍ ګڼه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته کتنه کړې چې د پوځي محصلینو د فراغت په غونډه کې یې وکړې او په هغو کې یې افغانستان هم یاد کړ.

ټرمپ د شنبې په ورځ د نیویارک په ویسټ پوینټ کې د پوځي اکاډمۍ د محصلینو د فراغت غونډې ته په وینا کې په دوهمه نړیواله جګړه کې د فاشیزم پرضد له مبارزې نیولې، په شپېتمه لسیزه کې په امریکا کې د نژادي توپیر پرضد د مبارزو تورپوستو محصلانو تر خوندي کولو پورې، د دې اکاډمۍ د کارنامو یادونه وکړه خو هغه په خپلو څرګندونو کې د نورو مسایلو د یادونې ترڅنګ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې د توجیه هڅه هم وکړه.

میلیټري ټایمز د ښاغلي ټرمپ د څرګندونو هغه برخه رااخیستې ده چې وايي، په لیرې پرتو وطنونو کې، هلته چې حتی خلکو یې نوم لا نه دی اورېدلی، د زړو جګړو ختمول د متحدایالاتو کار نه دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له مخې ټول امریکايي ځواکونه به د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې په دې شرط له افغانستانه وځي چې طالبان به له تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کوي، د افغانستان له قلمرو څخه به پر نورو هېوادونو حملو ته اجازه نه ورکوي او له افغان حکومت سره به د بین الافغاني خبرو په پایله کې په قدرت کې شریکېږي.

د ټرمپ ځینې مخالفین له افغانستانه د امریکا د پوځي ځواکونو د ایستلو له پرېکړې سره مخالفت کوي او وايي چې دا به د طالبانو پر وړاندې د امریکا د ماتې د منلو په معنا وي.

میلیټري ټایمز په دې اړه د ټرمپ د وینا هغه برخه نقل کړې چې وايي، له دې وروسته که جګړه کوو نو یوازې او یوازې موږ به یې ګټونکي یو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG