د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

چین کې د کرونا ویروس په نویو ثبت شویو مثبتو پېښو اندېښنې


په چین کې د تازه ثبت شویو ۵۷ قضیو له ډلې ۳۶ یې په پلازمېنه پیکینګ کې رامنځته شوي.
په چین کې د تازه ثبت شویو ۵۷ قضیو له ډلې ۳۶ یې په پلازمېنه پیکینګ کې رامنځته شوي.

په چین کې د کرونا ویروس د لسګونه نویو قضیو په ثبتېدو سره دغه هېواد کې د کرونا ویروس نوې څپې ته اندېښنې پیدا شوي دي.

دا په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کرونا مثبتې پېښې څه باندې اوه میلیونه او اته لکه شوي او کویډ-۱۹ ناروغۍ تراوسه شاوخوا ۴۳۱ زره کسان مړه کړي دي.

چین پرون یکشنبه په تېره یوه میاشت کې د کرونا ویروس د لوړو شمېرو خبر ورکړ او دغلته د دغه ویروس د دویمې څپې اندېښنې پیدا شوي.

په چین کې د تازه ثبت شویو ۵۷ قضیو له ډلې ۳۶ یې په پلازمېنه پیکینګ کې رامنځته شوي چې له لویو پلورنځیو او بازارنونو سره اړیکه لري.

چین د دغه بدلون په ځواب کې د کرونا ویروس معاینې ډېرې کړي، د سفرونو په اړه یې خبرداری ورکړی او له دغو قضیو اغېزمن شوي بازارونه یې تړلي دي.

د چین حکومت په اغېزمنو شویو سیمو کې امنیتي کسان ګمارلي او خلک یې په کور کې قرنطین ته هڅولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنه کې اکثره هېوادونه د پولو پرانیستو ته چمتوالی نیسي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د چین په وهان کې پیدا شو چې په چټکۍ سره ټولې نړۍ ته ورسېد.

تر پرون ناوخته پورې شمېرو ښوده چې ټوله نړۍ کې په دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر څه باندې ۷ میلیونه او اته لکو ته ورسېد او له دې کبله د ۴۳۱ زره کسانو مړینه ثبت شوې.

د چین په ګاونډ پاکستان کې پرون د پلان وزیر خبرداری ورکړ چې د جون میاشتې تر پایه ممکن په کویډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دوه برابره او تر یوې بلې میاشتې يې شمېر له یو میلیونو واوړي.

د پلان وزیر اسد عمر دغه خبرداری داسې مهال ورکړ چې ویل کېږي پاکستان کې ډېر کسان د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه سپارښتنو ته پام نه کوي.

ښاغلي عمر د یکشنبې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، که د روغتیایي کارپوهانو سپارښتنو ته پام ونه شي، د جولای تر پایه به یو میلیون او دوه لکه پاکستانیان په کرونا اخته شي.

دغه هېواد کې د پرون ورځې تر پایه د کویډ- ۱۹ ناروغۍ ۱۴۰ زره پېښې ثبت شوې وې او له دې کبله د ۲۷۰۰ کسانو د مړینې خبر ورکول شوی دی.

د پاکستان په ګاونډي هېواد هند کې له کرونا ویروس سره مبارزه چټکه شوې، هلته اوس د ریل له پنځه سوه واګونونو د کرونا ویروس د معاینې د وړو مرکزونو په توګه کار اخیستل کېږي.

نوې ډیلي پرون وویل، دوه ورځو کې یې د کرونا دوه زره نوې پېښې ثبت کړي دي.

نوې ډیلي په دوو ورځو کې د کرونا ویروس ۲۰۰۰ تازه پېښې ثبت کړي دي.
نوې ډیلي په دوو ورځو کې د کرونا ویروس ۲۰۰۰ تازه پېښې ثبت کړي دي.

ډيلي، ممبی او حیدر اباد هغه ښارونه دي چې هند کې کرونا ډېر ځپلي دي.

یوازې ډیلي کې کرونا ویروس شاوخوا ۴۰ زره کسان نیولي او ۱۲۷۰ تنه یې مړه کړي دي.

د نوې ډيلي یوه لوړپوړي چارواکي منیش سیسودیا پرون وویل، د کرونا ویروس خپرېدو ته په کتو، یوازې دغه ښار کې به د جولای میاشتې تر نیمایي په دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر پنځه لکو ته ورسېږي.

ټول هند کې تراوسه ۳۲۱ زره کسان په کرونا اخته شوي او له دې ډلې ۹۲۰۰ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG