د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۴۲

ټرمپ د امریکايي پولیسو د اصلاح په اړه خپل دریځ روښانه کړ


ډونالډ ټرمپ

د امریکا په متحد ایالتونو کې د پولیسو د اصلاحاتو په برخه کې وړاندیزونه روان دي او ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې وړاندیزونو په اړه خپل دریځ روښانه کړ.

وروسته تر دې چې نژدې درې اوونۍ مخکې افریقایی امریکایی جورج فلویډ د پولیسو د نیولو پرمهال ووژل شو، په متحد ایالتونو کې پراخ اعتراضونه پيل شول او ډېرو په پولیسو کې د ژورو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، پولیس باید د چا پر ستوني فشار رانه ولي مګر حالت ډېر خاص وي.

ډونالډ ټرمپ فاکس نیوز ته پرون وویل: "په عمومي ډول که غږېږو دا هڅه باید پای ته ورسېږي، د ساه له بندولو مې بد راځي که چېرته ته یوازې یې او له چا سره په نښته کې یې نو دا سخته ده."

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې امریکایي اداره د داسې تنفیذي اوامرو د چمتو کېدو په لټه کې ده چې پولیس له زوره د کار اخیستو په برخه کې اوسني مسلکي معیارونه پوره کړي او دا وروسته تر دې چې افریقایی امریکایی جورج فلویډ د پولیسو د نیولو پرمهال مړ شو او په متحد ایالتونو کې تر دې وروسته د نژادي تعصب پرضد پراخ اعتراضونه پيل شول.

ولسمشر ټرمپ چې په نومبر کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره کاندید دی، تر پرونیو څرګندونو یوه ورځ مخکې ویلي و چې د ده اداره به په قوت د اقلیتونو په ټولنو کې اقتصادي پرمختیا ته پاملرنه وکړي، په روغتیایي برخه کې به ډېره پانګونه وکړي او د ښوونځيو د انتخاب چارې به ښې کړي.

بل لور ته په کانګرس کې ډیموکراتانو په پولیسو کې د اصلاحاتو خبره کړې ده چې په دې کې د ستوني د فشار له مسالې رانیولې له قانوني پلوه د پولیسو په حمایت کې محدودیت شامل دی.

په کانګرس کې ډیموکراتان وایي چې دوی یو لړ نورو اصلاحاتو ته هم چمتو دي.

په متحد ایالتونو کې په فدرالي او ایالتي کچه هم د پولیسو د اصلاحاتو غوښتنه شوې ترڅو د نژادي تبعیض پر ضد د اعتراض کوونکو غوښتنو ته ځواب وویل شي.

په مینیاپولیس کې په هغه ځای کې چې نژدې درې اوونۍ مخکې فلویډ ووژل شو، د ښار چارواکو په غوڅ اکثریت د جمعې په ورځ رایي ورکړې چې د ښار پولیس منحل کړي او ځای یې سیمه ییزه حفاظتي اداره ونیسي.

په بوستن کې بیا تازه د پولیسو د اصلاحاتو وړاندیز شوی او اعلان یې کړی دی چې نژادي تبعیض یو عام روغتیایي بحران دی.

تر دې مخکې ورته هڅې په لاس انجلس او نیویارک کې شوې وې او وړاندیز یې کړی و چې د پولیسو یو شمېر اضافي پیسې د ټولنیزو خدماتو چارو ته ځانګړې شي.

اعتراض کوونکي په متحد ایالتونو کې دا غوښتنه کوي چې پولیس مه تمویلوئ او پیسې یې په نورو ټولنیزو چارو لګوئ.

که څه هم د ( اې بي سي) تلویزیون په یوې نظر پوښتنې کې چې د جون په دولسمه خپره شوه له دریو دوو برخو امریکایانو د پولیسو له نه تمویلېدو سره مخالفت کړی دی خو په دې وړه نظر پوښتنه کې اووه پنځوس په سلو کې افریقایي امریکایانو د پولیسو د نه تمویل ملاتړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG