د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

افغان حکومت د ۳ زره طالب بندیانو د خوشې کولو پروسې د بشپړولو په حال کې دی


له بنده نه ازاد شوي طالب بندیان
له بنده نه ازاد شوي طالب بندیان

د افغانستان حکومت وايي، دوی له بند څخه د ۳ زره طالب بندیانو د خوشې کېدو پروسې د بشپړولو په حال کې دي.

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، تر اوسه نږدې ۲،۷۱۰ تنه طالب بندیان د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمانونو پر بنسټ له زندانونو خوشې شوي دي.

د دې شورا ویاند جاوېد فیصل د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۸» ازادي راډیو ته وویل: "د اوس لپاره پلان دا دی چې د درې زره تنو د خوشې کولو پروسه بشپړه شي."

د ملي امنیت شورا داسې مهال دا څرګندونې کوي چې یو شمېر راپورونه وايي، حکومت غواړي د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د ښه نیت په دود ۱،۰۰۰ تنه نور طالب بندیان هم خوشې کړي، خو دغه شورا دا راپور کره نه‌بولي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل

له دې وړاندې ښاغلي فیصل ازادي راډیو ته ویلي چې د نورو زندانیانو د ازادۍ موضوع د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي په کمېدو او سولې ته د چمتووالي بحث پورې تړلې مسئله ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې یوه برخه د زندانیانو خوشې کېدل او تر خوا یې بین‌الافغاني خبرې دي، هغه څه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی یې په اړه د بحث لپاره کابل ته راغلی دی.

د حکومت دننه سرچینې وايي، ښاغلی خلیل‌زاد به د حکومت له مشرانو سره د بین‌الافغاني خبرو د پیل پر موضوعاتو او څرنګوالي خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دوی بین‌الافغاني خبرو ته چمتو دي او په دې برخه کې د امریکا هڅې ډېرې مهمې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

د دې وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل: "د سولې پروسې مالکیت د افغانستان اسلامي جمهوریت او خلکو په لاس کې دی. د نړۍ او د سیمې هېوادونو صادقانه او بې‌طرفه رول په دې پروسه کې ډېر مهم دی. د امریکا متحده ایالات د دې بهیر یو له مهمو همکارانو څخه دي چې د دې پروسې د تسهیل او څرنګوالي په برخه کې اغېزمن رول لري."

له دې وړاندې ښاغلي خلیل‌زاد قطر، پاکستان او افغانستان ته په خپل سفرونو کې د تاوتریخوالي په کمېدو هم ټینګار کړی و، خو په وروستیو کې جګړې شدت موندلی او اندېښنې یې راپورته کړې دي.

له همدې کبله د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا په خپله ټویترپاڼه لیکلي، "د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله افغانستان کې ډېر ملکیان وژل کېږي."

ښاغلي کوبیا د پوښتنې په ډول لیکلي، په دې ډول وضعیت کې څوک کولای شي چې اوربند رد کړي؟

د افغانستان حکومت هم پر اوربند ټینګار کوي، خو طالبان بیا وايي، د زندانیانو ازادي د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل کلي ده او پر اوربند به د بین‌الافغاني خبرو پر مهال بحث وشي.

خو مخکې دې ډلې د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړ چې د افغان حکومت، امریکا او نړیوالې تولنې له هرکلي سره مخ شو.

XS
SM
MD
LG