د چک جمهوریت حکومت په پراګ کې د روسیې د سفارت دوه ډيپلوماتان نامطلوب کسان بللي او له دې هېوادهیې د وتلو امر ورته کړی.
د چکي رسنیو د راپورونو له مخې د روسیې د سفارت دوه کارکوونکي پراګ ته د زهري موادو د لېږد په قضیه کې چې جعلي بلل شوې ده، تورن دي.
د مسکو او پراګ اړیکې هسې هم لانجمنې دي، خو په مارچ میاشت کې وروسته له دې چې په پراګ کې د روسیې د سفارت د مخې واټ د کرملېن د یوه مخالف سیاستوال په نوم چې وژل شوی دی ونومول شو، نو روسي چارواکي سخت په غصه شول.
د چک جمهوریت صدراعظم اندرې بابیش پرون د جون په پنځمه په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزیر توماش پیتریچیک هم ورسره و، په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دا پرېکړه د زهري موادو له هغې قضیې سره ارتباط لري چې د سفارت کارکوونکو د خپلمنځي اختلافونو له کبله رابرسېره شوې وه، خو وروسته څرګنده شوه چې هر څه جعلي وو.
ښاغلي بابیش زیاته کړه: "د چک د امنیتي معلوماتو ادارې (BIS) د اطلاع په اساس روښانه شوه چې دا قضیه د روسیې فدراسیون د سفارت د کارکوونکو ترمنځ د خپلمنځي اختلافونو په نتیجه کې هغه مهال رابرسېره شوه چې له دوی څخه یوه تن پر چک سیاستوالو د حملې په اړه زموږ استخباراتو ته عمداً ناسم معلومات واستول."
ښاغلي بابیش زیاته کړه چې د سفارت دې کارکوونکي هڅه وکړه د روسیې او چک جمهوریت په اړیکو کې لانجې لا زیاتې او په دې هېواد کې د روسیې ښه نوم زیانمن کړي.
نه صدراعظم او نه د بهرنیو چارو وزیر یوه هم د خبریالانو پوښتنې ځواب نهکړې او د سفارت د دوو کارکوونکو نومونهیې هم یاد نهکړل، خو د چک د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې په پراګ کې د روسیې د سفارت اړوند د علومو او فرهنګ د مرکز مرستیال مشر اندرې کونچاکوف د مارچ په نیمايي کې له روسیې څخه ریسین ډوله زهري مواد د دې لپاره پراګ ته راوړي وو چې د پراګ ښاروال زدینیک هریب او د ښاروالۍ دوه تنه نور چارواکي پرې مسموم کړي.
دا هغه چارواکي دي چې په پراګ کې د روسیې د سفارت د مخې د واټ د نوم د بدلېدو ملاتړ یې کاوه او یا پهکې ښکېل و. دا واټ د کرملېن د یوه سرسخت منتقد په نوم چې د مبارزې په جریان کې ووژل شو ونومول شو. دې کار د کرملېن سخته غصه وپاروله.
چکي رسنیو تېره میاشت د روسي استخباراتو د دې مشکوک اجنټ نوم اندرې کونچاکوف یاد کړی و. مسکو هغه مهال دا راپورونه جعلي بللي وو او رد کړي یې وو.
د روسیې سفارت پرون د دې ډیپلوماتانو ایستل هم غیر عادلانه ګام وباله او ویېویل، دا اقدام ښيي چې پراګ له روسیې سره د لانجمنو اړیکو بېرته ښه کول نهغواړي.