د امریکا په سنا جرګه کې د دواړو جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات ګوندونو پنځو سناتورانو یوه لایحه وړاندې کړې چې له روسیې څخه تر جرمني پورې دې تر اوبو لاندې د طبیعي ګازو د یوه پايپلاین د جوړېدو مخه ونیول شي.
دا پایپلاین 'نورډ سټریم ۲' نومېږي او که بشپړ شي، له روسیې څخه به جرمني ته د طبیعي ګازو لېږد دوه برابره زیات شي.
د تکزاس ټېډ کروز او د نیو هامپشایر د جین شاهین په مشرۍ د امریکا پنځو سناتورانو د جنورۍ په څلورمه د پنجشنبې په ورځ د خپل هېواد سنا ته یوه لایحه وړاندې کړه چې د 'نورد سټریم ۲' پر ضد دې بندیزونه پراخ شي.
امریکا په ډسمبر میاشت کې د اروپا د انرژۍ د امنیت قانون تصویب کړ چې له مخې يې په بالتیک سمندرګي کې د 'نورډ سټریم ۲' له پایپلاین سره پر ولاړو بېړیو بندیز ولګېد او د ۱۱ میلیارده ډالرو په ارزښت دا پروژه مخکې تر بشپړېدو ودرېده.
د دې قانون له اغېز څخه د خوندي پاته کېدو په خاطر روسیې بالتیک سمندرګي ته خپلې بېړۍ ولېږلې او د ۱۶۰ کیلومتره اوږده پایپلاین څنګ تهیې ودرولې. نورډ سټریم ۲ له دوو متوازي پايپلاینو جوړ دی چې دواړه له روسیې تر جرمني تر اوبو لاندې غځېدلي دي.
نوې لایحه د شته قانون له مخې پر هره هغه اداره بندیز لګوي چې له دې پروژې سره اړوندو چارو ته همکاري رسوي.
ټېډ کروز په یوه بیان کې وویل: "په دې اړه د دواړو امریکايي ګوندونو غړي موافق دي چې د روسیې نورډ سټریم ۲ پایپلاین د امریکا ملي امنیت ته خطر پېښوي او دا پروژه باید بشپړه نهشي. که څه هم پوتین غواړي په یوه نه بل ډول دا پروژه پر بندیزونو سربېره بشپړه کړي."
امریکا د 'نورډ سټریم ۲' مخالفت کوي او ادعا لري چې دا پروژه اوکراین ته زیان رسوي او د اروپا د انرژۍ پر صنعت د روسیې واک ټينګوي.
له دې پايپلاین سره به روسیه وکړای شي له اوکراینه پرته اروپا ته د خپلو طبیعي ګازو لېږد زیات کړي او کیف به د ټرانزیت له میلیاردونو ډالرو عوایدو بېبرخې شي.
د اوکراین د ګازو دولتي شرکت نفت و ګاز امریکا ته لابي کړې چې لومړی دې پر نورډ سټریم بندیزونه ولګوي او بیا دې يې ورباندې اضافه کړي.
مسکو پر واشنګټن تور پورې کړی چې په اروپا کې امریکايي ګازو ته د لارې پرانیستلو په خاطر پر نورډ سټریم له بندیزونو استفاده کوي.
نوې لایحه باید د امریکا په کانګرس کې له دواړو سنا جرګې او استازو جرګې څخه تصویب شي او وروسته بهيې ولسمشر توشېح کوي چې قانون شي.