د امریکايي ځواکونو یو سرتېری مایکل وایټ د ایران له زندانه راخوشې شو.
دی د ایران مذهبي مشر ته په ۲۰۱۸م کال کې د سپکاوي په تور بندي شوی وو.
ایران ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی براین هوک له یوه ډاکتر سره سویس ته تللی چې د دغه امریکايي وګړي هرکلی وکړي او هغه خپل هېواد ته ستون کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي: "مایکل وایټ له ایرانه وتلی دی او امریکا ته پر لاره دی او ډېر ژر به له خپلې کورنۍ سره یوځای شي."
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه ولیکل چې وایت په الوتکه کې د سویس پر لور روان دی.
ده ویلي، "زه هېڅکله په نورو هېوادونو کې د بندي امریکایانو په خوندي توګه له راخلاصولو لاس نهاخلم."
ده په یوه بېل ټویټ کې د دغه امریکايي وګړي په راخوشې کېدو کې د سویس رول ستایلی دی.
تر دې مخکې د وایټ مور جوانا وایټ په یوه بیان کې ویلي و چې بند پای ته ورسېد او مایکل په خوندي توګه له امریکایانو سره دی او بېرته کور ته د ستنېدو په حال کې دی.
اسوشیټډ پرس خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، ایران ته د امریکا ځانګړی استازی براین هوک له یوه ډاکتر سره یوځای د سویس د پلازمېنې زوریخ پر لاره دی چې له وایټ سره وویني.
هوک به له دغه امریکايي نظامي سره تر امریکا په پرواز کې مل وي.
ایراني چارواکو د ۲۰۱۸م کال په جولای میاشت کې وايټ توقیف کړ.
پر ده تور وو چې د ایران ستر مشر ایتالله علي خامنهیي تهیې سپکاوی کړی دی او په ایران کې په ۱۳ کاله بند محکوم شو.
دی په مارچ میاشت کې د کرونا ویروس په خاطر له زندانه په موقتي توګه خوشې شو.
امریکايي چارواکو ویلي چې د ده خلاصون له امریکايي زندانه د ایراني تبعه سیروس اصغري له خلاصون سره هېڅ تړاو نهلري.
سیروس اصغري چې د ایران د شریف پوهنتون استاد او په امریکا کې زنداني شوی و، خوشې شو او د جون په ۳مه، تهران ته ورسېد.
سیروس اصغري ۵۹ کلن دی او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا له اوهایو پوهنتونه د یوې څېړنیزې پروژې د تجارتي رازونو د غلا په تور ونیول او بیا زنداني شو، خو هغه پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د تېر کال د نومبر په میاشت کې تبرئه شوی و.
اوسمهال ګڼ امریکايي وګړي د ایران په زندانونو کې شپې ورځې تېروي.
د واشنګټن او تهران خپلمنځي اړیکې په ۲۰۱۸م کال کې هغه مهال ترینګلې شوې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ له ایران سره د نړۍ د شپږو قدرتونو له اټمي تړونه د خپل هېواد د ایستلو اعلان وکړ.