د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۵

نن د معاصر افغانستان د بنسټګر احمد شاه بابا ۲۴۸م تلين دی


احمد شاه بابا
احمد شاه بابا

نن د ۲۰۲۰م کال د جون پر درېيمه (د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي پر ۱۴مه) د اوسني افغانستان د بنسټګر احمد شاه ابدالي ۲۴۸م تلين دی.

هغه په ۱۷۲۲میلادي کال کې د هرات د حکمران زمان خان ابدالي او مېرمن زرغونې په کور هرات کې وزېږېده.

د تاريخ په کتابونو کې ليکل شوي چې په ۱۷۴۷میلادي کال کې د بېلابېلو افغان قبيلو مشرانو د کندهار په شېر سرخ بابا زيارت کې اته ورځې ملي جرګه وکړه خو ونه توانېدل چې په متفقه توګه د افغانانو لپاره له خپل منځه يو پاچا وټاکي.

وروسته د جرګې پر نهمه ورځ صوفي دروېش، صابر شاه، پر احمد خان لاس کېښوده او ويې‌ويل چې خدای پاک احمد خان په تاسو ټولو کې ستر او شريف پیدا کړی دی او په ده کې د رهبرۍ جوهر شته.

له دې وينا سره سم هغه له نږدې کروندې څخه د غنمو وږي راواخيستل او د احمد خان په لنګوټه کې يې د تاج په توګه وټومبل او وې‌ويل چې دا ستا تاج شو.

د جرګې نورو غړو د احمد خان ابدالي کورني شاليد، د هغه وړتيا او پوهې او همدا ډول د دروېش صابرشاه نظر په پام کي نيولو سره، هغه ته د افغانانو د مشرتابه مسؤليت وسپاره.

دا ډول احمد خان ابدالي په ۲۵ کلنۍ کې د احمد شاه دراني په نامه د افغانانو رهبري پر غاړه واخيسته.

د غنمو وږي
د غنمو وږي

په کاناډا کې مېشت افغان ليکوال او څېړونکی محمد معصوم هوتک وايي چې د احمد شاه بابا يوه تر ټولو لويه کارنامه ملت جوړونه ده.

هغه وویل: "د پاچاهي تر لاسه کولو سره سم د احمد شاه بابا لويه هڅه د ملت او دولت جوړونې وه، پخوا هم په دغه سيمه کې پښتنو خورې ورې هڅې کړې وې، روښاني حرکت و، د خوشحال خان حرکت و، د ميروېس خان حرکت و، لاکن هغوی نتيجې ته نه‌وه رسېدلي يا نيمه خوا شوي وه، احمد شاه بابا خپل لومړی هدف دا وټاکه چې پر دغه سيمه باندې د دغو ولسونو لپاره په منظم ډول له برنامو او تشکيلاتو سره سم يو دولت رامنځته کړي او په هغه کې بريالی شو."

احمد شاه بابا افغانان پر يو مرکز راغونډ کړل او د هغوی تر منځ يې ولسي او ملي تګلاره خپله کړه.

هغه د بېلابېلو قبيلو خانان او مشران متحد کړل.

دا ډول يې افغانان يو خوا د پرديو له ستمه وژغورل او بله‌خوا يې د خپل واک څښتنان کړل.

معصوم هوتک زياتوي چې احمد شاه بابا په داسې وخت کې د افغانانو خورې ورې قبيلې را يوځای کړې چې د نړۍ په نورو پرمختلليو هېوادونو کې لا هم دا ډول هڅې په لومړني حالت کې وې.

دی زیاتوي: "هغه وخت د اوسېدونکو اقوامو له قبيلويت څخه د را ايستلو هڅې وې چې دوی د يو ملت په حيث باندې سره راجمع شي.

نو احمد شاه بابا د دې لپاره اساس کېښود.

په دغه وخت کې په افغانستان کې خو پرېږده، حتا په امريکا کې د يو منظم دولت د جوړېدو هڅې هم په شروع حالت کې وې، خو احمد شاه بابا دا مرکزي دولت جوړ کړ.

د احمد شاه بابا په پاچا کېدو سره د افغانانو قوت او قدرت په ډېرې چټکۍ سره پراخ شو.

د هغه د واک دايره يا غلبه د ايران له لوېديځه نيولې بيا د هندوستان تر سر هنده او له امو سينده نيولې بيا د هند تر بحره غځېدلې وه.

خو پر دومره مصروفياتو سربېره هم هغه له علم او قلم سره خپله اړيکه پرې نه کړه.

په امريکا کې مېشت ليکوال او شاعر عبدالباري جهاني وايي چې د احمد شاه بابا له اشعارو ښکاري چې هغه د فارسي ادبياتو او ديني علومو زياته مطالعه کړې وه.

په امريکا کې مېشت ليکوال او شاعر عبدالباري جهاني
په امريکا کې مېشت ليکوال او شاعر عبدالباري جهاني

نوموړي زیاته کړه: "د احمد شاه بابا شاعري د يو معلم يا پلار شاعري ده، اخلاقي شاعري ده، زما عقيده دا ده چې دی په ډېره ځواني کې د پوزې په سرطان اخته شو او دی پوهېده چې له دې رنځ څخه نه جوړېږي ځکه چې د هند او افغانستان طبيبان ورباندې ستړي شوي وو، نو په دا خاطر د ده په اشعارو کې د بېلتون کلمه ډېره زياته ده، ما د بل هېڅ شاعر په اشعارو کې د بېلتون دومره زياته کلمه نه‌ده ليدلې."

احمد شاه بابا د يو غوره منتظم په حيث داخلي تشکيلات سم کړه او عسکري، اداري، علمي او مدني اصلاحات او جوړښتونه يې رامنځته کړه.

جهاني زياتوي چې هغه هرې برخې ته پاملرنه کړې او په هغو برخو کې يې اقدام هم کړی و.

دی وايي: "احمد شاه بابا هم د توري سړی و او هم د قلم سړی و، دی چونکې يو پاچا و، له ده سره د مملکت غم و، په مملکت کې مالي، نظامي او علمي چارې راځي، نو احمد شاه بابا هرې برخې ته توجه کړې وه، هغه که يو خوا جنرالۍ ته توجه کړې وه نو بله خوا يې علم و ادب، قومي اختلافاتو، کانالايزېشن او ښار جوړولو ته هم توجه کړې وه او په هره برخه کې يې اقدام هم کړی و."

احمد شاه بابا له خپلې خاورې او وطن سره ډېره مينه درلوده.

بله‌خوا هغه غوښتل چې د نورو لويو سيمو له تخت نيولو وروسته هلته پاتې نه‌شي بلکې د خپل ملي قوت مرکز افغانستان ته راستون شي.

احمد شاه بابا په ۵۰ کلنۍ کې د ۱۷۷۲میلادي کال د جون پر درېيمه د کندهار د سلېمان/توبې غرونو په لمن کې د سرطان ناروغۍ له امله ساه ورکړه او له وصيت سره سم د کندهار ښار په مرکز کې خاورو ته وسپارل شو چې پر مزار يې يوه لويه ګنبده جوړه شوې ده.

د احمد شاه بابا د دربار مورخ محمودالحسېني او افغان مورخ عزيزالدين وکيلي پوپلزي په خپلو کتابونو کې د هغه د مړينې نېټه د ۱۱۸۶ هجري قمري کال د ربيع‌الاول دويمه ياده کړې چې د ۱۷۷۲میلادي کال د جون له درېيمې (د ۱۱۵۱ هجري شمسي کال د غبرګولي له ۱۴مې) سره سمون خوري.

ليکوال او محقق علامه عبدالشکور رشاد په خپل کتاب "د پاني پت قهرمان"، نامتو انګرېز مورخ ماونټسټوارټ ايلفينسټن په خپل کتاب "د کابل سلطنت"، انګرېز مورخ کرنل جارج بروس مېليسن په خپل کتاب "د افغانستان تاريخ"، او يو بل انګرېز ژبپوه مېجر هېنري جارج راورټي په خپل کتاب "د افغانانو شاعري" کې هم د احمد شاه بابا د مړينې نېټه د ۱۷۷۲میلادي کال د جون درېيمه ذکر کړې ده.

شیر سرخ زیارت
شیر سرخ زیارت

خو هندوستاني ليکوال پوهاند ګنډاسينګ ښايي د احمد شاه بابا د مړينې د نېټې په اړه کره معلوماتو ته لاسرسی نه‌وي پیدا کړی نو له دې امله يې د هغه د مړينې نېټه ۱۶/۱۷ اکتوبر ۱۷۷۲م ليکلې ده.

راپور- ​د ازادې اروپا/ازادي راډیو مشال خبریال احمد شاه اعظمي

XS
SM
MD
LG