د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

د لوى امپراطور احمد شا بابا د مقبرې د ترمیم کارونه پیل شول


په کندهار کې د لوى امپراطور احمد شا بابا د مقبرې او خرقې مطهرې د ترميم کارونه پيل شول

د لوی امپراتوراحمد شاه بابا مقبره چې شا وخوا ٢٥٠ کاله مخکې نوموړي په خپل ژوند کې جوړه کړې وه، د وخت د حکومتونو د نه پاملرنې په وجه یې لرغنتوب او اصلیت ته خورا لویه صدمه رسیدلې.

د احمدشاه بابا د مقبرې متولي شيرمحمد اخند زاده څو میاشتې مخکې ازادي راډیو ویلي وه، که چېرې ژرترژر د دغه مقبرې رغولو ته پاملرنه ونشي ښايي دغه تاريخي ودانۍ ستر زيان وويني.

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سې شنبې په ورځ د دغه ودانۍ او د خرقې مطهرې د ودانیو د رغونې کار پيل کړ.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د دې دواړو ځايونو د جوړېدو د کار د شروع پرمهال وويل چې؛ د دغه ودانیو د جوړيدو لپاره دوويشت ميلیونه افغانۍ منظور شوي او په يوه کال کې به ورغول شي.

والي د دې دواړو مقدسو ځايونو ترميم خورا مهمه او د پام وړ وبللي:

"دا واقعا د کندهاریانو ډیره مهمه ارزو وه د ډیره وخته او په دې زهیردل چې؛ دا تاریخي اثار له منځه ولاړ نه شي."

بل خوا د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ريس دواخان مينه پال وايي چې؛ د دغه ودانیو کارونه به ټوله د اطلاعات او کلتور د رياست تر څارنې لاندې ترسره شي او په دې توګه به د احمدشاه بابا د زيارت اوسنۍ بڼه بيرته خپل مخکني حالت ته ور وګرځوي او ټول مسلکي او هنري ظرافتونه به يې د رغولو پرمهال په پام کې ونيسي:

"مسلکي انجینران راغلي او ټول هغه ځایونه چې اړتیا یي ده معلومې شوي احاطه یي ده پارکونه يي دي د ودانۍ بام دی دا ټوله به رغول شي."

د احمد شاه بابا د مقبرې ترڅنګ نارنج ماڼۍ یا زوړ ښار، چهل زینې، میرهزار جامعه، موي مبارک او د میرویس نیکه زیارت د کندهار ښار د مهمو تاریخي ابداتو څخه شمیرل کیږي.

راپور: محمدصادق "رښتینی" – کندهار
XS
SM
MD
LG