د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

روسیه د کرونا ویروس له امله لګیدلي محدویتونه راکموي


د روسيې پلازمینه مسکو وروستی لوی ښار دی چې تر دوو میاشتو وروسته د کرونا ویروس له کبله لګیدلي محدودیتونه راکموي.
د روسيې پلازمینه مسکو وروستی لوی ښار دی چې تر دوو میاشتو وروسته د کرونا ویروس له کبله لګیدلي محدودیتونه راکموي.

د روسیې په پلازمینه مسکو کې نن د جون پر لومړۍ نېټه د کرونا ویروس له کبله ځیني لګیدلي بندیزونه راکمېږي.

د مسکو ځینو اوسېدونکو د محدودیتونو د کمېدو په تړاو د نوي اعلان هرکلی کړی خو یو شمېر نورو بیا لا هم د کرونا د مثبتو شمېرو لوړ والي ته په اشاري دا اقدام خندونکی بولي.

تمه ده نن په مسکو کې لویې پلورنځۍ یا شاپنګ مالونه او کوچنۍ سوداګرۍ لکه د خشکه شویي خدمات او داسې نور بېرته پرانیستل شي.

د روسيې پلازمینه مسکو وروستی لوی ښار دی چې تر دوو میاشتو وروسته د کرونا ویروس له کبله لګیدلي محدودیتونه راکموي.

دا اقدام داسي مهال کېږي چې په نړۍ کې د کرونا ویروس شمېرې تر شپږ میلیونه او سل زره اوښتې دي.

برازیل هغه هېواد دی چې هره ورځ د کرونا ویروس مثبتې پېښې او له همدې کبله د مړو شمېر پکې په زیاتېدو دی.

په مسکو کې محدودیتونه وروسته له هغه راکمېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان وکړ چې په دې هېواد کې د کرونا وبا پیک حالت یا اوج تېر شو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخي په روسیې کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر ۴۰۵ زره ښودل شوی او له همدې ویروسه د مړو شمیر ۴۷۰۰ تنه دی.

په مسکو کې د محدودیتونو د کمېدو د نويو مقرراتو له مخې خلک کولی شي د اړتیا وړ موادو اخستلو لپاره، قدم وهلو او یا هم د دندو لپاره له جواز سره راووځي او هم کولی شي د سهار له ۵ څخه تر نهو بجو پورې د منډو او نورو ورزشي تمریناتو لپاره بهر ووځي خو د ماسک اغوستل حتمي دي.

د مسکو چارواکي وایې چې رستورانتونه، کافي شاپ او سینماګانې به د اوس لپاره تړلي پاتې وي او د جون تر ۱۴ پورې چې د قرنطین موده پای ته رسېږي، خلک اجازه نه لري چې په لوی شمېر له یو بل سره یوځای واوسېږي او راټول شي.

د نړۍ د نورو ښارونو او هېوادونو په څېر مسکو د کرونا وبا له کبله پر خلکو ګرځبندیز په مارچ میاشتې کې پیل کړ.

که څه هم د مسکو یو شمېر اوسېدونکو له کوره د وتلو د نوي فرصت هرکلی کړی خو یو شمېر نورو بیا پرټولنییزو رسنیو دا نوي مقررات خندونکي بللي دي.

دوی د مې پر ۳۱ څه باندي ۹۰۰۰ تازه ثبت شویو پېښو ته په اشارې دا خبره کوي.

په برازیل کې چې په دې وروستیو کې د کرونا وبا ډېر ځپلی دی، ۵۱۵ زره مثبتې پېښې په کې ثبت شوي دي.

د سویلي امریکا په دې هېواد چې ۲۱۱ میلیونه نفوس لري، د کرونا ویروس د آزموینو کچه کمه ده او دا په دې مانا چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو اصلي شمېر به ښایي ډېر لوړ وي.

په برازیل کې د همدې ناروغۍ له کبله د مړو شمېر نژدې دېرش زره تنه ښودل شوی دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښیې چې یوازې د امریکا متحده ایالات، بریتانیا او ایټالیا د کرونا ویروس له کبله د مړو زیات شمېر لري.

د برازیل په ډیری ښارونو کې د دغو ناروغانو لپاره روغتونونه ډک شوي او چارواکو د فوټبال په سټډیومونو کې سیار کلینیکونه جوړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG