د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۴

'پکتیکا کې کلتوري ستونزو په دولتي ادارو کې د مېرمنو د ورتګ مخه ډپ کړې'

د ښرنې ښار یوه څنډه
د ښرنې ښار یوه څنډه

په پکتیکا کې میرمنې د کلتوري ستونزو له امله لا هم اداراتو کې کار ته لاسرسی نه لري.

د افغانستان په سوېل ختیځ زون کې پروت د پکتیکا ولایت، چېرته چې لا هم کلتوري محدودیتونه د پخوا په څېر حاکم دي.

د دې ولایت یو شمېر نجونې وایي، د کلتوري ستونزو، ناامنۍ او په دې برخه کې د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله تر اوسه د دې زمینه نه ده برابره شوې، چې نجونو ته سالم کاري چاپېریال رامنځته او دوی دندې ترسره کړي.

د دې ولایت اوسېدونکې او د ولسي جرګې پخوانۍ نومانده هیلې مجتبی ازادي راډيو ته وویل: "پکتیکا کلتوري او سنتي ولایت دی، بل امنیت نشته او نجونې نشي کولی په ښه زړه اول زده کړې وکړي او بیا وظیفو ته لاړې شي او بل په دې برخه کې د عامه پوهاوي نشتوالی دی، چې تر اوسه نه دی شوی."

د پکتیکا د ښځو چارو ریاست، چېرته چې په ۱۴ کاري بستونو کې یوازې دوې میرمنې کار کوي او د دې ریاست د نورو بستونو چارې نارینه پر مخ وړي.

د ښځو چارو رئیسه خوشبو میدانوال هم مني، چې په دې ولایت کې د ټولنیزو او کلتوري ستونزو له امله په خورا ډېره کمه فیصدي ښځې کار ته لاسرسی لري.

نوموړې وایي: "پکتیکا یوه سنتي ټولنه ده، دلته میرمنې په اسانه زړه نشي ښه کولی، خو بیا هم موږ طرحې جوړې کړي او کوشش کوو، چې دوی ته کاري زمینې برابرې کړو او ښځو چارو ریاست ۱۴ بستونه لري، یوه اجیره ده او یوه بله میرمن چې نوې ورته را کامیابه شوې ده."

د پکتیکا ولایت مدني فعالان وایي، د کلتوري ستونزو په وړاندې یې ګڼ مدني فعالیتونه کړي، خو په دې برخه کې ډېر مسئولیت د ښځو چارو ریاست د مسولینو کار بولي، چې په وینا یې په سمه توګه یې نه دی ترسره کړی.

د ځوانانو پارلمان غړی عبدالحق فقیرزاده وایي: "موږ پوره هڅه کړې او په دې برخه کې مو فعالیتونه کړي، څو د نجونو یوه مدني ټولنه ولرو او د دوی په وړاندې شته خنډونو لپاره کار وکړو، خو دلته د ښځو چارو ریاست هم په دې مسئولیت کې پاتې راغلی."

د پکتیکا سیمه ییز چارواکي وایي، چې دوی د ښځو لپاره د کاري زمینو برابرولو ته لومړیتوب ورکړی او په دې برخه کې د پرمختګونو خبره کوي.

د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکنی
د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکنی

د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکنی وايي:" د پخوا په پرتله یو څه پرمختګ شوی، اوس موږ په څارنوالۍ کې دوې ښځینه څارنوالې لرو، جندر ته نوې امره معرفي شوې، د ښځو چارو رئیسه لرو او او موږ ټولو پکتیکاوالو ته اعلان کړی، چې هغه څوک چې له لوړو زده کړو او نیمه لوړو زده کړو فارغیږي موږ په اداراتو کې ځای ورکوو."

د پکتیکا سیمه ییز چارواکي وایي، په معیار د برابرو مېرمنو نشتوالی بله هغه ستونزه چې له امله یې په دې ولایت کې د کار په برخه کې د مېرمنو فیصدي لا هم ټیټه ده او په وینا یې تر اوسه یوازې د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې نجونې له دولسمو ټولګیو فارغې شوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG