زرګونه افغان مېرمنې رسمي قضايي سيسټم ته لاسرسی نهلري او د صحرايي محکمو لهخوا يې د مسئلو پرېکړې کېږي.
روېټرز خبري اژانس د فوزيې په نوم د يوې ښځې کيسه راخيستې چې له کوره د تېښتې په تور نيول شوې او د کلي د ملک په کور کې د مزدورې په توګه بند تېروي.
کله چې پر اتلس کلنې فوزيې له کوره د تښتېدو او زنا تور پورې شو، په پکتیکا ولايت کې صحرايي محکمې دې ته د بند سزا ورکړه.
دې ته وويل شول چې اتلس مياشتې بند به تېروي، خو په زندان کې نه بلکې د کلي د ملک په کور کې به پرته له معاوضې د مزدورې په توګه کار کوي او په بشپړه توګه به د ملک تر کنټرول لاندې وي.
فوزيې روېټرز خبري اژانس ته د پکتيکا ولایت په مرکز ښرنه کې ویلي:
"هلته مې ژوند لکه د حيوان داسې وو او لکه د مينځې په توګهيې ساتلم."
دا د ملک د کور له بنده د يو څو مودې لپاره راخوشې شوې وه ځکه چې ناروغه وه.
فوزيې نهغوښتل له بېرې د ځان په اړه نور معلومات شريک کړي، خو د دې د کورنۍ غړي او نېږدې خپلوان دا د فوزیې په نوم پېژني.
فوزيې روېټرز خبري اژانس ته ويلي:
"خدای دې له هېڅ ښځې سره داسي نهکوي لکه له ما سره چې څه وړ چلند کېده."
په پکتيکا کې د ښځو لپاره زندانونه نهشته او د افغانستان پر ډکو زندانونو د نړیوالو له خوا ډېر ځلې انتقادونه شوي دي.
خو زرګونه افغانې ښځې رسمي قضايي سيسټم ته لاسرسی نهلري او د صحرايي محکمو لهخوا يې د مسئلو پرېکړې کېږي.
په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې له اهدافو یو د ښځو حقونه ژغورل وو چېرته چې سخت دريځو طالبانو ښوونځيو ته له تګه او له کاره د ښځو مخه نیوله.
روېټرز خبري اژانس لیکي چې د فوزيې قضيه ښيي چې له طالبانو له خلاصېدو وروسته بيا هم څومره ډېرې ښځې له خپلو انساني حقونو بېبرخې دي.
د بشري حقونو په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وروستي راپور چې په اپرېل مياشت کې خپور شو، ويل شوي چې په ليرې پرتو سيمو کې رسمي قضايي سيسټم نهشته او د شخړو د حل يوازنۍ لاره د مشرانو له جرګې او صحرايي محکمې دي.
په افغانستان کې په رسمي زندانونو کې شاوخوا اته نيم سوه ښځې چې له قتله نيولي، تر مخدره موادو پورې په تور بندي دي، خو په دې شمېر کې هغه ښځې نهدي شاملې چې په غير رسمي زندانونو کې بندې دي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې که څه هم په غير رسمي زندانونو کې له ټولو ښځو سره بد چلند نهکېږي، خو د خپلو شکايتونو ثبتولو لپاره قضايي سيسټم ته لاسرسی نهلري.
د بشري حقونو مدافعين وايي، قضايي سيسټم ته د لاسرسي نهدرلودو له کبله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي فرصتونه پراخ دي.
په پکتيکا کې د بشري حقونو فعال زلمي خروټي روېټرز خبري اژانس ته ويلي چې پر دغو ښځو له جنسي تېري څخه د تاوتريخوالي تر نورو ډولونو پورې ظلمونه کېږي او له سزا اورېدو وروسته د کلي ملک له تورنو ښځو سره د څېښتن په توګه چلند کوي.
فوزيه په ولایتي محکمه کې هم محاکمه شوې ده، خو بیا هم له دوه زره پنځلسم کال راهيسې د کلي د مشر په بند کې ده او د هغه د کور کارونه کوي.
فوزيې دا نهدي ویلي چې د کلي د مشر په کور کې ورباندې جنسي تېری هم شوی دی، خو دا وايي چې يوازي ده او له خپلې کورنۍ سرهيې هېڅ ډول اړيکې نهشته.
په تېرو پنځلسو کلونو کې د نړيوالې ټولنې لهخوا افغانستان ته له ورکول شویو مالي مرستو څخه لږ پکتيکا ته رسېدلي او په دغه ولایت کې اوس هم حکومت له طالبانو سره په جګړه دی.
په پکتیکا ولايت کې یوه قومي مشر خليل ځدراڼ روېټرز خبري اژانس ته ويلي چې دی په خپل کور کې د ښځو زنداني کول هېڅ ستونزمن نهګڼي او کله چې والي او د پوليسو مشر ورته ووایي چې په خپل کور کې محاکمه شویو ښځو ته ځای ورکړي، دی ورته ځای ورکوي.
ده ويلي چې دوهمه ښځهيې يو وخت د ده په کور کې زنداني وه او ده هېڅکله له ښځو سره بد چلند نهدی کړی.