وسله والو طالبانو پرون ناببره د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.
د افغانستان حکومت هم د طالبانو د اوربند د اعلان په مقابل کې خپلو ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اوربند امر وکړ.
د ملګروملتو د سرمنشي، ناټو او امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د دې لنډمهالي اوربند هرکلی وکړ.
عصمت څاروان په دې موضوع د سیاسي چارو له شنونکي نظیم سمون سره مرکه کړې او لومړی یې ورته ویلي، طالبانو ۳ کاله پخوا هم په اختر کې اوربند کړی و. دا اوربند او پخوانی اوربند څه توپیر لري؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ: