د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۳۹

چین د لومړي ځل لپاره کلنۍ اقتصادي ودې ته هدف نه‌دی ټاکلی


ارشیف

چین حکومت په تېرو درېیو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره سږ کال کلنۍ اقتصادي ودې ته هدف نه‌دی ټاکلی.

د دغه هېواد صدراعظم نن د چین د خلکو د ملي کانګرس په پرانیسته کې ژمنه وکړه چې دوی به د کرونا له کبله ځپل شوی اقتصاد په پښو ودروي.

د کانګرس د نننۍ غونډې په پيل کې لومړی د کرونا ویروس قربانیانو ته یوه دقیقه چوپتیا وشوه او بیا وروسته بحثونه هم تر ډېره په همدې موضوع ورټول وو.

د چین د خلکو د ملي کانګرس درې زره استازو په پرانیستونکې غونډه کې لومړی د دولت د هغه پلان جزئیات واورېدل چې د کرونا ویروس له کبله د ځپل شوي اقتصاد د بېرته په پښو درولو په هدف جوړ شوی.

د چین صدراعظم لي کیچیانګ د قانون جوړونکو دغې غونډې ته وویل، حکومت‌یې د کورنیو ناخالصه عوایدو د کم تر کمه ۳،۶ فیصده کسر پلان جوړ کړی دی.

د چین صدراعظم لي کیچیانګ
د چین صدراعظم لي کیچیانګ

چین له ۱۹۹۰ زېږدیز کال راهیسې هر کال اقتصادي ودې ته یو هدف ټاکي، خو په تېرو درېیو لسیزو کې سږ لومړنی کال دی چې چین داسې کوم هدف ځان ته نه‌دی ټاکلی.

د چین صدراعظم لي کیچیانګ ویلي، کرونا وبا چین "له لویې بې‌باورۍ" سره مخ کړی دی، خو نوموړي ټینګار کړی چې د کاري فرصتونو ثبات او د ژوند د کچې معیاري کول‌یې د حکومت لومړیتوبونه دي.

د چین صدراعظم د کانګرس درې زره غړو ته ویلي، هېواد یې له امریکا سره کار کوي چې د بیجنګ او واشنګټن ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزې هوکړې لومړی پړاو عملي کړي.

چین چې د نړۍ په کچه دوهم ستر اقتصادي قدرت دی، د سږ کال په لومړۍ ربعه کې یې اقتصادي وده د تېر کال همدې مودې پرتله له ۶،۸ فیصده کمښت سره مخامخ شوې.

د کرونا وبا له کبله رامنځته شوی دا کموالی په تېرو څو لسیزو کې ساری نه‌لري، دغه ویروس چین کې تولید په ټپه درولی او لګښت‌یې ورو کړی دی.

د چین د حکومت د اقتصادي ملاتړ په پلان کې چې صدراعظم لي اعلان کړ، د رغنیزو یا زېربنایي پروژو د جوړولو لپاره حکومت ۵۲۶ میلیارده ډالره ځانګړی پور په پام کې نیولی.

دا په چین کې پر رغنیزو چارو د تېر کال د لګښت دوه برابره اندازه پیسې دي.

د چین د خلکو ملي کانګرس عمومي غونډه چې یوه اوونۍ وخت نیسي، سږ کال د کرونا وبا له کبله له دوه میاشتې ځنډ وروسته ترسره شوه.

د چین د خلکو ملي کانګرس عمومي غونډه
د چین د خلکو ملي کانګرس عمومي غونډه

وکیلان د بیجنګ په لوی تالار کې جرګه شوي دي او د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره‌یې ماسکونه بند کړي دي.

د چین صدراعظم ویلي، هېواد یې د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه کې ستراتېژیکې لاسته راوړنې لري.

صدراعظم لي ویلي، چین کې لا ویروس له‌منځه نه‌دی تللی او حکومت د پراختیایي ودې لپاره لوی کارونه مخته لري.

د چین د خلکو ملي کانګرس په پام کې لري چې د هانک کانګ د حقوقي او امنیتي سیستم په اړه د قانون پر لایحې غور وکړي.

دغه لایحه د هانګ کانګ د خپلواکۍ د محدودولو په لور یو ګام بلل شوی، تېر کال د دغه قانون په وړاندې د حکومت مخالفانو اعتراضونه کړي او اټکل دا دی چې نوي اعتراضونه به هم وپاروي.

د هانګ کانګ یوه سیمه
د هانګ کانګ یوه سیمه

هانګ کانګ د بریتانیا یوه مستعمره وه چې په ۱۹۹۷ کال کې یې کنټرول چین ته وسپارل شو.

چین کې چې د لومړي ځل لپاره کرونا ویروس په‌کې رامنځته شو، تر اوسه نږدې ۸۳ زره کسان په دې ویروس اخته شوي او له دې ډلې ۴،۶۳۴ تنه مړه شوي.

هلته که څه هم د ویروس پراختیا ډېره ورو شوې، خو لا هم له‌منځه نه‌دی تللی.

نن جمعه د مې ۲۲مه هم چین کې د کرونا څلور مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG