د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

د اویغور مسلمانانو د ځپلو مخنیوی؛ امریکا پر چین نوي بندیزونه لګوی


د امریکا د سنا جرګې یو انځور
د امریکا د سنا جرګې یو انځور

د امریکا سنا هغه لایحه تصویب کړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په چین کې د اویغور مسلمانانو د ځپلو په خاطر پر چین د بندیزونو لګولو ته هڅوي.

دا د واشنګټڼ له خوا د پېکېنګ پر وړاندې د اقداماتو په لړۍ کې وروستی اقدام دی او دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي په چټکۍ سره په خرابېدو دي.

په هغه لایحه کې چې تېره شپه د امریکا په سنا کې د دواړو ګوندونو له خوا او په نامعلوم اکثریت تصویب شوه ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅول شوی چې د اویغور مسلمانانو د ځپلو له کبله پر پیکینګ بندیزونه ولګوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د دې لایحې له مخې پر اویغور مسلمانانو د ظلمونو له کبله به د چین د حکومت پر یو شمېر جګپوړو چارواکو بندیزونه ولګول شي او پر ځینو ځانګړو صادراتي توکو به چې دا هېواد د بشري حقونو د سرغړونو په برخو کې کار ترې اخلي هم محدودیتونه وضع شي.

اوس به دا لایحه د ولسمشرټرمپ له توشیح یا ویټو مخکې د استازو جرګې ته چې دیموکراتان پکې اکثریت دي د تایید لپاره استول کېږي.

جمهوریپال جیمز ریش چې د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشري کوي وویل د دې لایحې تصویب، له بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې د چین د مسوول بللو پر لور یو مهم ګام و.

ښاغلي ریش له ډیموکرات باب مینیندیز او جمهوریپال مارکو روبیو سره په ګډ بیان کې ویلي، په هغو کمپونو کې چې زندانونو ته ورته دي د لږترلږه یو میلیون اویغور او نورو مسلمانانو بندي کول د غندنې وړ او غیر موجه عمل دی.

ملګري ملتونه او د بشري حقونو ډلې پر چین تور لګوي چې تقریبا یو میلیون تنه ترک ژبي اویغور مسلمانان یې د افراطیت پر وړاندې د مبارزې په پلمه په لویدیځ سینکیانګ ولایت کې په لویو کمپونو کې راټول کړي دي.

پیکینګ دا تورونه ردوي او ادعا کوي چې اویغور اقلیت وګړي یې د حرفوي زده کړو د روزنې په کمپونو کې ځای پرځای کړي دي.

چین د اویغور مسلمانانو په مسئله کې چې دا هېواد یې خپلې کورنۍ چارې بولي د امریکا د هرراز لاسوهنو پر وړاندې د ځوابي اقدام خبرداری ورکړی.

د امریکا سنا دا لایحه داسې مهال تصویبوي چې ولسمشر ټرمپ او جمهوریپالو متحدانو یې د هغه څه پر وړاندې چې د دوی په وینا د کرونا ویروس په برخه کې د چین مسوولیت دی، د دې هېواد پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه کړې ده ځکه د دې وبا خپرېدو د ټولې نړۍ کې اقتصاد ته ضربه ورکړه او د ولسمشر په توګه د ټرمپ بیا انتخاب ته یې زیان واړاوه.

د کرونا وبا اقتصادي زیان او د چین او متحدایالاتو سیاسي جګړې همداراز د دواړو هېوادونو ترمینځ د تجارتي جګړې په دوام د جنوري میاشتې معامله هم په خطر کې اچولې ده.

ولسمشر ټرپ پرون د مې په ۱۴مه وویل چې د کرونا ویروس خپرېدو د امریکا د صنعت اهمیت او د چین له لاسه د تولید د ځنځیر د کړۍ له لاسه وتل هم په ډاګه کړل.

XS
SM
MD
LG