د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ۷ سرتېري وژل شوي


د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چاودنه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چاودنه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په جلا پېښو کې د دې هېواد اووه سرتېري وژل شوي دي.

دا خبره د پاکستان پوځ پرون وکړه. یو بل سرتېری د سړک غاړې ته د ايښودل شوي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې شپږ پاکستاني سرتېري هغه مهال وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي چې موټر يې د ګزمې پر مهال په بولان سیمه کې د سړک غاړې ته پر ايښودل شوي ماین برابر شو. دا خبره د بولان د کمېشنر مرستیال مراد کاسي رسنیو ته وکړه.

دا پېښه د بلوچستان د کوېټې ښار په ۸۰ کیلومترۍ کې د مې په ۱۷مه نېټه ناوخته رامنځته شوه.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم ډلې یوه ویاند مرید بلوچ د دې پېښې مسؤلیت منلی دی. ده په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې سیمه کې د تېلو او ګازو د تأسیساتو د خونديتوب لپاره ګومارل شوي پوځيان په نښه شوي دي.

یو بل سرتېری وروسته د بلوچستان د کېچ ولسوالۍ په مند سیمه کې له جنګیالیو سره د نښتې په نتیجه کې ووژل شو.

ارشیف
ارشیف

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې د دې پېښې خبر ورکړی دی.

په یوه بله پېښه کې د پولیسو په وینا په شمالي وزیرستان کې د سړک غاړې ته د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپيان شول.

په تېرو څو میاشتو کې په بلوچستان کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو حملې زیاتې شوې دي.

دا سیمه له افغانستان او ایران سره پوله لري.

د مې په شپږمه نېټه شپږ نور پاکستاني سرتېري د سړک غاړې ته د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د پاکستان پوځ د مې په اوومه نېټه د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې د دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

په شمالي وزیرستان کې یو شمېر پاکستاني پولیس
په شمالي وزیرستان کې یو شمېر پاکستاني پولیس

پاکستان د ۲۰۱۴ میلادي کال په جون میاشت کې پراخ نظامي عملیات پيل کړل او تر دغو عملیاتو وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونو اعلان وکړ چې دا سیمه د جنګیالیو له حضوره پاکه شوې ده.

پاکستان په بلوچستان کې له بلوچ جلا غوښتونکو سره لاس او ګرېوان دی او له بل‌خوا په وزیرستان سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په دې تاوتریخوالي کې طالب جګړه‌ماران هم شامل دي.

ویل کېږي چې جلا غوښتونکو د چین د سړکونو د هغې شبکې په غبرګون کې تاوتریخوالی زیات کړی چې د چین شینجن سیمه له عرب سمندرګي سره وصلوي. بلوچستان د پاکستان تر ټولو ناامنه ایالت ګڼل کېږي.

د ۶۰ ملیارده ډالرو په لګښت د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز د وړانديز طرحه په دې معنی ده چې چین له لنډې لارې منځني ختیځ، اروپا او افریقا ته لاسرسی مومي.

XS
SM
MD
LG