د منځنۍ اسیا هېوادونو سلګونو کډوال له څو ورځو راهیسې د روسیې او قزاقستان تر منځ پر پوله بند پاتې دي.
وروسته له هغه چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په روسیه کې یې د کار کولو هیلې له منځه لاړې، دوی هڅه کوي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.
د روسیې او قزاستان پر پوله له څو ورځو راهيسيې د منځنۍ اسیا هېوادونو سلګونو کډوال بند پاتې دي.
دوی غوښتل روسیې ته د کار لپاره لاړ شي خو د کرونا ویروس له کبله وضعیت بدل شو.
دوی له هغو زرګونو نورو کسانو څخه دي چې د کار په لټه دي.
ډېری یې په مې میاشت کې په دې فکر د قزاقستان پولې ته رسېدلي چې دغه هېواد به د مې په یوولسمه د بېړني وضعیت له پای ته رسېدو سره خپل سرحد بېرته پرانېزي.
قزاقستان په دې هیواد کې دوه میاشتې مخکې بېړنی وضعیت اعلان کړی و.
قزاقستان د ازبک، قرغز او تاجک کډوالو لپاره روسیې ته د تلو مهمه لاره ده، خو سرحد بند پاتې شو.
له مارچ میاشتې راهیسې قرغز حکومت تر ۹ زرو زیات قرغز وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي، شا او خوا ۱۰۰۰ نور کسان به د مې میاشتې په اوږدو کې خپل هېواد ته ستانه کړای شي.
قرغزستان ته ستنېدونکي یو شمېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.
په دوی کې د مې په اوومه نېټه له روسیې څخه قرغزستان ته په ستنېدونکو ۵۴۱ کسانو کې ۵۶ کسان په دې ویروس اخته شوي دي.
د منځنۍ اسیا هیوادونو سفارتونه هره ورځ د خپلو وګړو سلګونو غوښتنلیکونه تر لاسه کوي چې په روسیه کې بې دندې او بې ګټې پاتې دي او د ژوند کولو هېڅ اسانتیا نه لري.
په روسیه کې د قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان میلیونونه کارګران ژوند کوي.
په دې هیواد کې بې کاري له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسي یوه لویه ستونزه ده.
اوس چې د نړۍ دوهم تر ټولو لوی د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په روسیه کې ثبت شوی، دغه هېواد د بیارغونې شرکتونه، کارخانې او نور کاري ځایونه وتړل چې کرونا ویروس لا نور خپور نشي.
د دې هېواد د کابینې څلور وزیران هم په کوویډ-۱۹ اخته شوي دي.
قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان په وروستیو اوونیو کې خپل زرګونو وګړي یا د هوا له لارې په ځانګړو پروازونو کې او یا هم د مځکې له لارې بېرته ستانه کړي دي خو په دغو کارګرانو کې داسې کسان هم شته چې غواړي د روسیې خوا ته واوړي.
تر اوسه په دې اړه رسمي اعلان نه دی شوی چې روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه به کله خپلې پولې بېرته پرانېزي.