د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

ثبات او همپالنې ډله: د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اوس معنی نه لري


د عبدالله او غني ترمنځ له درې میاشتي اختلافاتو وروسته بلاخره عبدالله د مصالحې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.
د عبدالله او غني ترمنځ له درې میاشتي اختلافاتو وروسته بلاخره عبدالله د مصالحې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.

د عبدالله عبدالله په مشرې د ثبات او همپالنې ټیم غړي وايي، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو اړوند ټول مسایل اوس د بحث وړ نه دي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له سیاسي هوکړې لاسلیک وروسته اوس د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وايي، د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې اوس معنی نه لري.

د ثبات او همپالنې ټیم ویاند فریدون خوځون د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د سیاسي هوکړې په لاسلیک سره هغه بحران ته چې د ټاکنو څخه وروسته رامنځته شوی و د پای ټکی ورته کېښودل شو.

فریدون خوځون
فریدون خوځون

هغه زیاته کړه: "د ټاکنو بحث، دا چې څوک پایلې مني څوک یې نه یې مني دا ټول بحثونه اوس ملغا شوي، دا ټول منفي بحثونه دي، او بحث د سیاسي هوکړه لیک دي چې لاسلیک شو، دواړو رهبرانو اوس پر دې تعهد کړی، ټول صلاحیتونه، په حکومت کې ونډه، د مصالحې عالي شورا او دي ته ورته نور مسایل چې لا مشخص شوي دي، د ټاکنو پایلې اوس معنی نه لري."

خو د ولسمشر غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال د ټاکنو د پایلو ته په اشارې سره وویل: "د افغانستان نظام تعریف شوی، بې له شکه د دغه نظام په په راس کې ولسمشر دی، کله چې عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا مشري خپله کړه، بې له شکه چې ولسمشر د درې ګونو قوو په راس کې د مصالحې شورا هم مخته وړي."

دواخان مینه‌پال
دواخان مینه‌پال

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله او غني ترمنځ له درې میاشتي اختلافاتو وروسته بلاخره عبدالله د مصالحې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.

د دواړو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې عبدالله عبدالله به د سولې ټولې چارې پرمخ وړي او په دې برخه کې به د نړیوالو د مرستو د راجلبولو لپاره هم هڅې کوي.

همدا شان د عبدالله عبدالله د ټیم غړي به د کابینې په غونډو کې ونډه ولري او د نوموړي مهم ملاتړی عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه هم منظوره شوې.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ مشر یوسف رشید وايي، که څه هم په لاسلیک شوې هوکړه لیک کې د ټاکنو د پایلو د لغوه کېدو په اړه څرګند څه نشته خو د دې سند لاسلیک د ټاکنو پر وړاندې د خلکو باور ته زیان رسوي.

یوسف رشید
یوسف رشید

رشید زیاته کړه: "له حقوقي اړخه په دې برخه کې سند نشته چې ټاکنو پایلې دې لغوه اعلان شي، د ټاکنو پایلې په خپل ځای دي خو یوازې له سیاسي اړخه قدرت ویشل شوی."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د تقنیني چارو کمېسیون رییس غلام فاروق وايي، ددې هوکړه لیک پر بنسټ د ټاکنو پایلې نه دي لغوه شوي خو سیاسي معامله شوې ده.

بل خوا جمعیت اسلامي ګوند د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره ویلي، کوم سیاسي هوکړه لیک چې د غني او عبدالله ترمنځ لاسلیک شوي دوی په کې ونډه نه لري.

XS
SM
MD
LG