د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

د امریکا په سنا کې د کرونا ویروس په اړه غونډه جوړېږي


د امریکا سنا جرګې یو انځور
د امریکا سنا جرګې یو انځور

ټاکل شوې ده په امریکا کې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لوړپوړي چارواکي نن د سنا په غونډه کې د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د کمېټې غړي به پر دې خبرې وکړي چې د امریکا اقتصاد باید ژر پر پښو ودرول شي.

دا غونډه به د ویډیو له لارې جوړه شي.

امریکايي سناتور لامار الکساندر به د ویډيو کنفرانس له لارې د سنا جرګې غونډه پر مخ یوسي.

د الکساندر د دفتر یو کارکوونکی په کرونا ویروس اخته شوی دی.

ده له ډاکټرانو سره خبرې کړي او پرېکړه یې کړې چې په ټنسي ایالت کې به ۱۴ ورځې په خپل کور کې پاته وي او واشنګټن ته به سفر نه کوي.

د روغتیا، ښوونې او کارګري کمیټې رییس په یوه اعلامیه کې ویلي چې د احتیاط په خاطر دا غونډه د ویډيو له لارې جوړوي او شاهدان به هم د ويډیو له طریقه په دې کنفرانس کې ګډون کوي.

درې واړو شاهدانو د خوړو او درملو د مدیریت رییس سټيفن هان، د ناروغیو د کنترول د مرکز رییس رابرټ ریډفیلډ او د ساري ناروغیو متخصص ډاکټر انتوني فاسي تېره اوونۍ اعلان وکړ چې دوی د مثبتو پېښو سره د احتمالي تماس په خاطر ځانونه قرنطین کوي.

څلورم چارواکی بریت جیرار به هم چې د معایناتو د برخې مشر دی، د ویډيو له لارې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده په دې غونډه کې د اقتصاد بېرته پرانیستلو په اړه خبرې وشي.

دا به لومړی ځل وي چې فاسي له مارچ میاشتې راهيسي کانګرس ته خبرې وکړي.

د نیويارک ټایمز د راپور له مخې دی پلان لري چې سنا ته خبرداری ورکړي چې که امریکا ژر خپل اقتصاد بېرته پر پښو ونه دروي، په دې هېواد کې به ډېر خلک مړه شي.

۷۹ کلن فاسي وروسته له هغه ځان قرنطین کړ چې په سپینه ماڼۍ کې د یوه کارکوونکي د کرونا ویروس د معایناتو نتیجه مثبته اعلان شوه.

له مارچ میاشتې راهیسي د امریکا د سنا غړيو د مې په څلورمه نېټه بېرته خپل دفتر ته تګ پیل کړ.

له سلو سناتورانو شا او خوا نیمايي یې تر ۶۵ کالو لوړ عمر لري چې له دې سره دوی په کرونا ویروس د اخته کېدو له زیات خطر سره مخاخ دي.

دوی ته ویل شوي چې ماسکونه واغوندي او له یو بل سره دوه متره فاصله مراعت کړي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG