روسیه له کوويډ۱۹ سره جګړه - په محصلینو کوي
په روسیه کې د طب محصلین وايي که په روغتونو کې په کورونا ویروس له اخته ناروغانو سره کار ونکړي، له پوهنتونه د ایستل کېدو له تهدید سره مخامخ کیږي. روسیه هره ورځ شا او خوا لس زره د کوويډ۱۹ نوې پيښې راپور ورکوي . ویل کیږي په دې هیواد کې تر سلو زیات روغتیایي کارکوونکي د کورونا ویروس له کبله مړه شوي دي.