د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

نړۍ کې د کرونا ویروس له امله لګېدلي محدودیتونه په تدریجي توګه کمېږي


د رومانیا هوايي ډګر
د رومانیا هوايي ډګر

د نړۍ هېوادونه د کرونا ویروس په خاطر پر خلکو لګېدلي محدودیتونه په تدریجي ډول لیرې کوي.

چارواکي هڅه کوي چې د خپلو هېوادونو اقتصاد بېرته پر پښو ودروي خلک عادي ژوند ته ستانه شي.

په بېلابېلو هېوادونو کې دا بهیر څه ډول روان دی؟

په نړۍ کې ګڼ هېوادونه د کرونا ویروس له کبله لګېدلي بندیزونه په تدریجي توګه د لیرې کولو په حال کې دي.

حکومتونه له سختو انتخابونو سره مخامخ دي چې څه ډول د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسي او خلک بېرته نورمال ژوند ته ستانه شي.

د هر هېواد چارواکي له ګرځبنديزه په تدریجي توګه د وتلو لپاره پر ستراتیژيو کار کوي چې خلک بېرته خپلې دندې پیل کړي خو اوس هم خلک په دې ویروس اخته کېږي او مړه کېږي.

د لندن په سینټ جارج پوهنتون کې د نړیوالې روغتیا استاده الیزابیت ګروپیلي وايي: "د حیراني خبره نه ده چې حکومتونه د کرونا ویروس تر واکسین جوړېدو مخکې غواړي محدودیتونه لیرې کړي، ګروپيلي ازادې اروپا راډیو ته وویل چې پر ګرځېدو بندیز لګول اوږمهاله حل نه دی."

د ګروپيلي په وینا، په اروپايي هېوادونو لکه جرمني، ایټالیا او هسپانیه کې محدودیتونه نرمول یو ښه اقدام دی ځکه نن سبا په روغتونو کې د بستر کېدونکو شمېر ډېر ټيټ شوی دی.

د سریلانکا په یوه ښار بس کې خلکو واټن مراعت کړی
د سریلانکا په یوه ښار بس کې خلکو واټن مراعت کړی

ايټالیا لومړی اروپایي هېواد وو چې د کرونا ویروس له بحران سره مخامخ شو او په نړۍ کې د مثبتو پېښو او مړینو له لحاظه تر ټولو زیات زیان لیدونکو هېوادونو یو دی.

تر دوو میاشتې محدودیت وروسته دې هېواد د مې په څلورمه نېټه پر ګرځېدو بندیز نرم کړ.

تر ایټالیا مخکې یوازې په چین کې تر ټولو زیاته موده بندیز لګېدلی وو چې درې میاشتې وو.

هسپانیا عادي ژوند ته د ستنېدو لپاره څلور مرحلې لرونکې ستراتيژي عملي کوي.

لومړۍ مرحله صفر مرحله یادېږي چې د مې په څلورمه پیل شوه او یوه اوونۍ به دوام وکړي.

پر دې مهال تر پنځه زره نفوس لرونکو سیمو اوسېدونکو ته اجازه ورکول کېږي چې له کورو د باندې ووځي.

رسټورانټونو ته د پرانېستل کېدو اجازه ورکړل شوې خو خلک به ډوډۍ کور ته وړي.

خلک باید ماسکونه پر مخ کړي، په یوه موټر کې یو کس سفر کولای شي.

په دوهمه مرحله کې چې د مې په لسمه پیلېږي، د دولت اعلان کړی بیړنی وضعیت پای ته رسېږي.

د هرې سیمې وضعیت ته په کتو به وروستۍ مرحلې هرې دوې اوونۍ وروسته عملي کېږي.

په جرمني کې فدرالي سیستم دی او دا په دې مانا چې ټول ۱۶ ایالتونه یې د محدودیت په اړه بېل نظر لري.

خو بیا هم جرمني د کرونا ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې په ځانګړې توګه د ایټالیا، هسپانیا، فرانسې، بریتانیا او امریکا په پرتله د پام وړ هڅې کړي دي.

د جرمني صدراعظمه انګېلامېرکل
د جرمني صدراعظمه انګېلامېرکل

خو د اپرېل په وروستۍ اوونۍ کې صدراعظمې انګېلا مېرکل د جرمني د دولت پر مشرانو انتقاد وکړ چې د اقتصاد پرانېستو پر لور ډېر په چټکۍ روان دي.

مېرکل له ځايي چارواکو سره له مخکې توافق کړی چې په تدریجي توګه دې محدودیتونه لیرې شي.

د یوې کورنۍ دوو یا ډېرو کسانو ته د یو ځای ګرځېدو اجازه شته.

د جرمني د سپورت وزیر په مې کې د فټبال د سیالیو د بیا پیلېدو ملاتړ کوي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG