د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

د امریکا دفاع وزیر: طالبان په شوي توافق کې پر خپلو ژمنو ولاړ نه‌دي


د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې طالب پلاوی
د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې طالب پلاوی

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، طالبان پر هغو ژمنو ولاړ نه‌دي چې د فبرورۍ د میاشتې په موافقې کې یې کړې وې.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي اسپر پرون سې شنبه له خبریالانو سره د خبرو په مهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان پر خپلو ژمنو درېدلي دي؟ وویل "فکر نه‌کوي چې درېدلي وي."

ده په عین حال کې وویل چې په باور یې د افغانستان حکومت هم پر خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی.

د امریکا دفاع وزیر وویل، د افغانستان حکومت او طالبانو دواړو ته په‌کار ده چې پر هغو اصولو ودرېږي او عملي یې کړي چې په موافقه کې یاد شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر

د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو په خبرو کې چې په پایله کې یې د فبرورۍ په ۲۹مه، د دواړو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شوه، ګډون نه‌درلود.

طالبانو د سولې په موافقه کې ژمنه کړې چې تاوتریخوالی به کموي، خو افغان او امریکايي چارواکي وايي چې طالبانو د سولې له موافقې په راوروسته دوو میاشتو کې بریدونو ته زور ورکړی دی.

د روېټرز خبري اژانس له شمېرنو سره سم، طالبانو په تېرو ۴۵ ورځو کې ۴ زره ۵۰۰ بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا له موافقې سره سم له افغانستانه د ځواکونو ایستل پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG