د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

ویسا: ولس به تر کومه یرغمل وي؟


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پر افغانستان د ازبکستان د وارداتي برېښنا د قطع کولو د ګواښ او د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د لګښتونو په شفافیت مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې ولس به تر کومه یرغمل وي؟ په عنوان په خپره کړې سرمقاله کې لیکلي دي چې "که ازبکستان پر افغانستان خپله وارداتي برښنا پرې کړي، نو د دې هېواد ۸۰ سلنه برښنا به بنده شي."

د سرمقالې لیکوال د افغانستان د برښنا شرکت د چارواکو په قول لیکلي دي ازبکستان ځکه د برښنا د پرې کولو ګواښ کړی چې افغانستان‌يې په خپل وخت د برښنا پیسې نه‌دي ادا کړي.

ورځپاڼې لیکلي د برښنا شرکت څو ځلې د هغه برحاله چارواکو، د ملي شورا د غړو، او جنګ‌سالارانو لېستونه خپاره کړل چې په میلیونونو افغانۍ د یاد شرکت پوروړي وو، خو افغان حکومت ترې پیسې ونه‌شوی اخیستلی.

د سرمقالې لیکوال ادعا کړې چې همدا پورونه لامل شوي چې برښنا شرکت پوړوی شي او ازبکستان په افغانستان د برښنا د پرې کولو ګواښ وکړي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کړی چې برښنا شرکت باید د لویو پوروړو لړلیک یو ځل بیا اعلان کړي، رسنۍ یې دې هم په پوره شور او زور خپور کړي، ولس دې پر حکومت غږ وکړي چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم همدا موضوع راخیستې او لیکلي دي چې "خلک به د بې‌برقې ستونزه تحمل نه‌شي کړای."

وړاندې په سرمقاله کې له ټولو هغه خلکو چې د برښنا شرکت پوروړي دي غوښتنه شوې چې باید ژر تر ژره خپل پورونه خلاص کړي ځکه د سرمقالې د لیکوال په خبره تر بل هر وخت ورته د برښنا شرکت اړتیا لري.

ورځپاڼه لیکي دا سمه ده چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله کاروبارونه په ټپه ولاړ دي، خو د زورواکو د پورونو نه ادا کولو بیه باید عام ولس پرې نه‌کړي.

د سرمقالې لیکوال لیکي اوس چې هېواد د کرونا ویروس د خپرېدو له امله له بحران سره مخامخ دی که په دې حالاتو کې برښنا هم قطع شوه، نو خلک به له بلا ډېرو ستونزو سره مخ شي.

د سرمقالې لیکوال په دې برخه کې له ولسمشر نه غوښتنه کړې چې باید ژر تر ژره لاس په کار شي او د برښنا شرکت پوروړي اړ کړي تر څو خپل پورونه ادا او د وارداتي برښنا د قطع کولو مخه ونیسي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې "په افغانستان کې د کرونا پر ضد د مبارزې لګښتونه باید روښانه شي."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې افغان حکومت د کرونا سره د مبارزې په هدف ۱۵ میلیونه ډالره بودجه ځانګړې کړې چې هر ولایت ته خپله بودجه ورکړل شوې ده، خو د سرمقالې لیکوال د ځینو سرچینو په حواله لیکلي دي چې هرات ته ورکړل شوې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ ورکې دي.

د سرمقالې لیکوال ادعا کړې چې په دې ولایت کې تر اوسه یوازې او یوازې له ۳۰۰ چپرکټونو پرته د کرونا د ناروغانو درملنې لپاره هېڅ نه‌دي اخیستل شوي.

د سرمقالې لیکوال د یادې سرچینې له قوله ویلي چې اوس د عامې روغتیا وزارت د دغه بودجې د لګښت په اړه پلټنې پیل کړې دي، خو د هرات چارواکو ورته په شفاهي ډول ویلي دي چې یادې پیسې مصرف شوې دي.

په سرمقاله کې د دغه سرچینې له قوله دا هم لیکل شوي چې په هرات کې زیات شمېر ناروغان په خپلو کورونو کې قرنطین دي او یوازې ۴۰ ناروغان په روغتونونو کې ساتل کېږي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې له افغانستان سره د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې بهرنیو هېوادونو هم مرستې کړې دي، خو باید دا ټولې مرستې په شفافیت سره مصرف شي او له ولس سره‌يې حساب کتاب شریک شي.

XS
SM
MD
LG