کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې هغه ګنګوسې ته اشاره کړې چې ویل کېږي "ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله یوه سیاسي جوړجاړي ته رسېدلي دي."
سرمقاله لیکونکي د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمی له قوله لیکلي دي چې ډېر ژر به د ښاغلي عبدالله په مشرۍ د مصالحې شورا جوړه شي او په خپل کار به پیل وکړي.
وړاندې سرمقاله لیکونکی لیکي که څه هم د ښاغلي عبدالله یو شمېر پلویان لا هم د اساسي قانون په تعديل او د یو غیر متمرکز نظام په جوړښت تینګار کوي، خو سرمقاله لیکي ښکاري داسې چې بالاخره دواړه لوري یو جوړجاړي ته رسېدلي دي.
د سرمقالې لیکوال باور لري چې په افغانستان کې به بالاخره د ۲۰۱۴ کال ټاکنو سناریو یو وار بیا تکرار شي او د اساسي قانون په موادو به نقض شي او د ملي یووالي حکومت په شکل به یو بل حکومت به جوړ شي.
خو د سرمقالې لیکوال ته دا هر څه ځکه د انتقاد وړ دي چې نړۍ او افغانستان له کرونا سره مبارزه کوي، خو د افغانستان مشران د واک د ترلاسه کولو په سر لانجې.
ورځپاڼه لیکي د یو تاریخي ناورین پر مهال چې نړۍ خپلو خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره هلې ځلې کوي افغان سیاسي مشران د ملي ګټو او د ولس د ارمان پر ځای خپلو شخصي ګټو او امتیازاتو ته ترجېح ورکړه او د سرمقالې د لیکوال په خبره چې د بېحسۍ او جفا یو تاریخي مثالیې ثبت کړ.
- هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د لومړنیو خوراکي موادو لوړو بیو ته اشاره کړې او لیکلي دي په داسې حال کې چې "خلک په کورونو کې قرنطین دي او د بېروزګارۍ کچه اوج ته رسېدلې ده د لومړنیو خوراکي موادو لوړ نرخونه د اندېښنې وړ دي."
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، روژې ته هم د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو زیات شمېر خلک د لوړ قیمت له امله د لومړنیو خوراکي موادو د اخیستو توان نهلري.
د سرمقالې لیکوال په حکومت انتقاد کوي چې ګوندې د بحران په دې ورځو کې نهشي کولای نرخونه کنټرول کړي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي په داسې حال کې چې ۵۴ به سلو کې افغان وګړي په اوسط ډول د ورځې د ۷۰ افغانیو د لګښت توانايي لري او ۵۲ په سلو کې درې وخته ډوډۍ په سختۍ پیدا کوي د خوراکي موادو لوړ نرخونه روان بحران نور هم زیاتولی شي.
د سرمقالې لیکوال لیکي چې په داسې حالاتو کې باید حکومت د کرونا سره د مبارزې ترڅنګ په سوداګرو مالیاتي تعرفې کمې او یا هم معاف کړي او دغهشان د نرخونو کنټرول ته جدي پام واړوي.
ورځپاڼې دغهشان وړاندیز کړی چې افغان حکومت باید هغه پنځه زره ټنه غنم چې د چابهار بندر له لارې به ډېر ژر افغانستان ته راوړل شي په ارزانه نرخ بازار ته وړاندې کړي تر څو د بېچاره خلکو په دسترخوان د څو ورځو لپاره ډوډۍ پیدا شي.
- ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي دي چې "وسلهوال طالبان بې له جګړې بل څه نهلري ځکه خو يې د کرونا ویروس د لا خپراوي د مخنیوي لپار له افغان حکومت سره د اوربند غوښتنې ونهمنلې او نږدې هره ورځ لسګونه افغان سرتېري او ولسي وګړي وژني."
وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې په ټوله نړۍ کې جنګي ډلو د کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر جګړه درولې، خو یوازنۍ ډله چې لا يې هم دا غوښتنه نهده منلې طالبان دي.
د سرمقالې لیکوال لیکي له دې معلومېږي چې دغه ډله بې له جکړې بل څه نهلري او لا هم هڅه کوي چې د جګړې په شدت سره د سولې په مذاکراتو کې زیات امتیاز واخلي.
ورځپاڼه اندېښنه ښيي او لیکي چې که طالبان د کرونا د بحران په دې حالاتو کې هم خپلې جګړې ته دوام ورکړي، نو لیرې نهده چې کرونا ویروس به په افغانستان کې ډېر زیات خلک ووژني.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې که طالبان په هېڅ وجه د اوربند غوښتنه نهمني، نو باید د هېواد دفاعي او امنیتي سرتېري په هغو سیمو کې چې دغه ډله پهکې د کرونا ویروس سره د مبارزې په وړاندې خنډ ګرځي، پوځي عملیات وکړي او یادو سیمو ته روغتیايي مرستې ورسوي.
- سرخط
سرخط ورځپاڼې لیکلي دي چې "وسلهوال طالبان د حکومتي عسکرو پر ځای ولسي زندانیان او دغهشان خپل نفوذي کسان خوشې کوي."
دې ورځپاڼې لیکلي دي وروسته له هغې چې افغان حکومت د طالبانو سلګونه زندانیان ازاد کړل دغه ډلې هم په لغمان او کندهار کې د حکومتي زندانیانو په نوم ۶۰ تنه خوشې کړل، خو ورځپاڼې ادعا کړې چې په خوشې شویو کسانو کې زیات شمېر ولسي افغانان او د طالبانو نفوذي کسان دي چې ښارونو تهيې استولي دي.
ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنیت شورا د ویاند په حواله لیکلي دي چې د طالبانو له لوري خوشې زیات شمېر ملکي افغانان په وروستیو ورځو کې د طالبانو له لوري نیول شوي وو چې اوسيې بېرته خوشې کړې دي.