د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

'د اسلم فاروقي نیول کېدل به د افغانستان په جګړه مستقیم تأثیر ولري'


نیول شوی اسلم فاروقي او د هغه ۱۹ ملګري
نیول شوی اسلم فاروقي او د هغه ۱۹ ملګري

د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونه وايي د داعش خراسان څانګې د مشر نیول په دې ډلې لوی ګوزار دی، خو لا هم د دغه وسله‌والې ډلې پر ضد مبارزې ته اړتیا ده.

دغه بنسټونه وايي د اسلم فاروقي نیول به د افغانستان په جګړه مستقیم تأثیر ولري.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې او اوس‌مهال د دې هېواد ختیځ کونړ په یو شمېر ولسوالیو کې حضور لري چې ډېر ژر به دغلته هم له‌منځه یوړل شي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۷» ازادي راډيو ته وویل: "په ټوله کې چې امنیتي ځواکونه د ترورېستانو پر ضد عملیاتونه کوي او د دغو ډلو په ځانګړي ډول د داعش مشران په‌‌کې له‌منځه ځي، یا هم نیول کېږي بې له شکه چې دا د افغانستان په وضعیت مثبت تأثیرات لري، راځئ تاسې نن له دوه کاله وړاندې سره مقایسه کړئ، دوه کاله وړاندې داعش ډله په اوج کې وه خو اوس‌يې حضور ډېر زیات کم شوی دی."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې لا هم دغه وسله‌والې ډلې ته په دې هېواد کې د خطر په توګه کتل کېږي او په وړاندې يې د جدي مبارزې ژمنه کوي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل د له‌منځه وړلو په برخه کې يې باید د سیمې هېوادونه هم مرسته وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

هغه زیاته کوړه: "زموږ په نظر لا هم د داعش ډله یو خطر دی، خو د له‌منځه وړلو په برخه کې يې سیمه‌ییزې اجماع ته اړتیا ده چې له مخې يې باید نه‌یوازې د داعش، بلکې د ټولو ترورېستي ډلو په وړاندې په ګډه مبارزه وشي."

د افغانستان د ملي امنیت ریاست پرون د اپرېل په ۴مه، د داعش خراسان برخې د مشر اسلم فاروقي د نیولو خبر ورکړ.

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې چې رسنیو ته استول شوې، ویل شوي چې له هغه سره‌یې ۱۹ ملګري هم نیول شوي دي.​

دغه ‌راز د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي چې اسلم فاروقي په ابتدايي اعتراف کې د داعش د خراسان ډلې او د سیمې د استخباراتو ترمنځ د ارتباط په اړه خبرې کړې دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل دا پر ټویټر لیکلي، خو نور جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې نه‌ده څرګنده شوې چې اسلم فاروقي او ملګري یې دقیقاً څه وخت او د افغانستان په کومه برخه کې نیول شوي دي.

په ورته وخت کې یوې رسنۍ هندوستان ټایمز په کابل او نوې ډېلي کې د پټو استخباراتي سرچینو په حواله لیکلي چې اسلم فاروقي (عبدالله اورکزی) هغه څوک دی چې په کابل کې یې د سېکهانو پر ګوردواره وروستۍ حمله پلان کړې وه.

په دې حمله کې چې د تېرې میلادي میاشتې په ۲۵ وشوه د ښځو او ماشومانو په ګډون په‌کې ۲۷ تنه افغان سېکهان ووژل شول.

کابل کې د سېکهانو او هندوانو په درمسال وسله‌وال برید
کابل کې د سېکهانو او هندوانو په درمسال وسله‌وال برید

له دې وړاندې دغه ډلې د کابل په لوېدیځ کې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو د حملې مسؤلیت هم ومانه چې په‌کې لسګونه کسان ووژل او ټپیان شول.

په همدې حال کې د امنیتي چارو پوه حی‌ګل سلیمان‌خېل د داعش ډلې د مشر نیول د افغان امنیتي بنسټونو لپاره لویه لاسته راوړنه بولي او وايي چې په دې سره به دا ډله له ماتې سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG