د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د سند محکمه: احمد عمر سعید شیخ دې د ۹۰ ورځو لپاره زندان کې وي


احمد عمر سعید شیخ
احمد عمر سعید شیخ

د پاکستان د سند ایالتي حکومت غوښتنه کړې چې احمد عمر شېخ باید درې میاشتې نور په بند کې پاتې شي.

یوه ورځ وروسته له هغه چې د سند ایالتي محکمې دا حکم اعلان کړ، د دې ایالت حکومت پرون د جمعې په ورځ امر وکړ چې احمد عمر شېخ او د امریکايي خبریال په وژنه کې درې نور لاس لرونکي څه کم نِوي ورځې نور په بند کې پاته شي.

ډینيېل پرل اته دېرش کلن وو چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د اسلامي افراطیانو په اړه د راپور جوړولو پر مهال په کراچۍ ښار کې وتښتول شو او وروسته یې سر پرې کړلای شو.

دی د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د جنوبي اسیا څانګې مسئول وو.

هغه ويډيو چې ښکاروي له پرل څخه سر پرې کېږي، شا او خوا یوه میاشت وروسته تر دې پېښې په کراچۍ ښار کې د امریکا کونلسګرۍ ته لېږل شوې وه.

ډینيېل پرل
ډینيېل پرل

د سند ایالت عالي محکمې د پنجشنبې په ورځ د احمد عمر سعید شېخ د اعدام حکم لغوه کړ.

د ده مدافع وکیل خواجه نوید وویل چې شېخ ته د اعدام سزا د اختطاف د جرم په خاطر د اوو کلونو سزا ته راکمه شوه او محکمې درې نور کسان خوشې کړل.

د دغو کسانو نومونه نه دي ذکر شوي.

پر رسنیو د څار نړیوالې ډلو دا اقدام له عدالته سرغړونه بللی دی.

د جنوبي او مرکزی اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستيالې الیس ویلز پر خپله ټویټر پاڼه دا پرېکړه د تروريزم د قربانیانو پر ضد بللې ده.

خو د سند ایالت د کورنیو چارو وزارت پرون د اپرېل په درېیمه نېټه امر وکړ چې شېخ او درې نور ملګري يې باید په توقیف کې پاتې شي.

د سند ایالتي حکومت د دې ایالت له عالي محکمې غواړي چې د دغو څلورو کسانو په اړه خپل حکمونه بیا وارزوي.

شېخ په ۲۰۰۲ میلادي کال کې ونیول شو او د تروریزم پر ضد محکمې په اعدام محکوم کړ.

خو هغه کسان چې له ده سره په جرم کې ملګري بلل شوي، په عمري حبس محکوم شوي وو.

شېخ له هغه راهیسي چې ونیول شو، په زندان کې دی. ویل کېدل چې دی به ژر خوشې شي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG