د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

کابل کې ګرځ‌بندیز؛ کرونا ویروس ژوند او اقتصاد ته ګواښ


د کابل په منډوي سیمه کې یو سپین ږیری کرتۍ پلورونکی
د کابل په منډوي سیمه کې یو سپین ږیری کرتۍ پلورونکی

کرونا ویروس نه‌یوازې د انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی، بلکې اقتصاد یې هم ورخراب کړی دی.

د امریکا حکومت له دې کبله چې د کرونا ویروس خپرېدو د دغه هېواد د خلکو او کمپنیو کاروبار خراب کړی، ۲ تریلیونه ډالره مرسته کوي.

نورو هېوادونو هم د خلکو د تاوان د وټ کټ ایستلو لپاره بودجې ځانګړې کړي، خو په دې منځ کې د بې‌وزلو هېوادونو کړاو دوه برابره دی.

د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د افغانستان د پلازمېنې کابل د ډېرو خلکو پر کاروبار سخت اغېز شوی دی.

کابل چې د نړۍ یو تر ټولو بې‌وزله ښار ګڼل کېږي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له کورونو د نه‌راوتلو او له ګڼې ګوڼې د ځان ساتلو په اړه د حکومت غوښتنې ته په پیل کې خلکو چندان پام نه‌کاوه، خو ورو ورو د خلکو زړه ته لوېږي چې د کرونا خطر جدي دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز
د افغانستان عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز، ویلي، "که موږ کرونا ویروس جدي ونه‌ګڼو کرونا ویروس به موږ ته جدي ستونزه جوړه کړي."

د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د کابل ښار کوڅې او واټونه د پخوا په شان له ګڼې ګوڼې ډک نه‌وو او دا تر ډېره له‌دې کبله ده چې پولیس خلک نه‌پرېږدي چې بې‌ضرورته له کورونو راووځي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني وايي، یوازې د خوراکي موادو پلورونکي اجازه لري چې خپل دکانونه پرانیزي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني

خو له دې سره سره لا هم ډېر خلک د جماعت لمونځونه کوي او کارګر په سړکونو کې په کار پسې ګرځي.

د عامې روغتیا وزارت اټکل کړی چې ممکن ۲۵ میلیونه افغانان په کرونا ویروس اخته شي چې ۱۶ میلیونو کې به‌یې نښې څرګندې شي، خو دېر نور به پر ځان پوی نه‌شي.سره له دې چې ډېر خلک پوهېږي چې په ښار کې د فعالیتونو درېدا او له کورونو څخه د خلکو نه‌راوتل د کرونا د نه‌خپرېدا لپاره ضروري دي، خو له دې وېرېږي چې له یوې بلا به خلاص شي او په بله بلا یعنې په لوږه به اخته شي.

کابل بازار
کابل بازار

۵۶ کلن تمیم چې په کابل ښار کې د ژاولو او پلاستیکي وسایلو دکان لري، وايي د دکان د بندولو معنی دا ده چې خپلو ۶ ماشومانو ته د شپې ډوډۍ ورنه‌کړم.

دی وايي، که دکان خلاص نه‌کړي کرایه به‌یې څنګه ورکوي او حتی خپل نس به څنګه مړوي.

خو تمیم څرګندوي چې د ده مېرمن خیاطي کولای شي، هغې ته‌یې هیله شته چې په کور به ورته د ګنډلو لپاره خلک جامې راوړي.

د تمیم په شان د ډېرو خلکو ګوزاره په هغه عاید ده چې د ورځې یې ګټي.

ایوب د کابل ښار یو بل اوسېدونکی دی، جوالي‌توب کوي. دی وايي چې په ښار کې بندیز د ده د روزي ګټلو مخه نیولې ده.

ایوب دوه وړې لوڼې، یو نهه کلن زوی لري او مېرمن‌یې هم په سترګو ړنده ده.

لویه ستونزه دا ده چې لا څرګنده نه‌ده چې د فعالیت د درولو موده څومره دوام کوي.

د نړۍ په ډېرو ښارونو کې د فعالیت درولو موده بیا بیا اوږده شوې او د کابل په اړه هم دغسې اټکل کېږي.

د افغانستان حکومت د کرونا ویروس د ناروغانو لپاره یو شمېر روغتونونه ځانګړي کړي او دغه‌راز په عاجل ډول څو روغتونونه جوړوي.

خو په مجموع کې د افغانستان روغتیايي امکانات ډېر کمزوري دي. جګړې هم سخت اغېزمن کړي دي.

د کرونا ویروس تر خپرېدو مخکې افغانستان د خپل هر وګړي لپاره د کال یوازې ۵ ډالره بودجه ځانګړې کوله.

XS
SM
MD
LG